سري لنکا کې له خونړیو بریدونو وروسته پر مخ پټولو بندیز لګول شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
په سري لنکا کې څو ورځې وړاندې له خونړیو بمي بریدونو وروسته په بیړنیو اقداماتو کې په ټول هېواد کې د مخ پر پټولو بندیز ولګول شو. چارواکي وايي د پیژندګلوی په خاطر باید څوک خپل مخ پټ نه کړي.
د سري لنکا ولسمشر میتهریپالا سریسینا وویل چې دا ګام په هېواد کې امنیتي حالت ته په کتو اخیستل شوی دی.
په دې هکله شوې اعلان کې د نقاب یا چادرۍ یادونه نه ده شوې.
د یادونې ده چې د اپریل میاشتې په ۲۱ نیټه د ایسټر یا د عیسویانو د اختر د مراسمو پرمهال په بمي او ځانمرګو بریدونو کې لږ ترلږه ۲۹۰ کسان ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول.
د دې بریدونو پړه د جماعت توحید پر ډلې واچول شوه او چارواکو ویل چې دا ډله د اسلامي ډولت یا داعش چې د بریدونو مسوولیت یې هم منلی دی تر اغیز لاندې وه.
د سري لنکا د ټول نفوس نژدي لس سلنه مسلمانان دي او د هغو مسلمانو ښځو شمېر چې په سري لنکا کې خپل مخونه په نقابونو پټوي ډېر نه دی.
تېره اوونۍ غوښتنه وشوه چې د امنیتي دلایلو له امله دې د سري لنکا د پارلمان پر یوې ښځینه غړې هم بندیز ولګول شي چې چادري وانغودي.
په سري لنکا کې د تبلغیانو یوې ډلې هم پر مسلمانو ښځو غږ کړی چې د خپلو مخونو له پټولو دې ډډه وکړي.
پرون یکشنبه د اپریل میاشتې په ۲۸مه پولیسو وویل چې د ترهګرو پرضد د دوی په عملیاتو کې د خونړیو بریدونو د تنظیموونکی ظهران هاشم پلار او دوه ورونه هم وژل شوي دي.
پولیس وايي شپږ ماشومان هم په هغو کسانو کې شامل وو، چې د چاپې پر مهال د سخت دریځو وسله والو ځانمرګي چاودنې له کبله ووژل شول.

د عکس سرچینه، Getty Images
پولیس سینتهاماروتهو سیمه کې د مشکوکو کسانو نیولو ته ورغلي وو چې دې کسانو په ځان پورې تړلي باروت وچوول.
دغه سیمه سري لنکا کې د ظهران هاشم پلرني کور ته څېرمه ده چې ګومان کېږي پر کلیسا او هوټلونو د تېر یکشنبې (اپریل ۲۱مې) ورځې بریدونو مشري یې کوله.
د سري لنکا امنيتي ځواکونه وايي د دغه هېواد په ختیځ کې يې د اسلامي دولت نومې وسله والې ډلې له مشکوکو کسانو سره نښته هم کړې ده. پوليسو ویلي له دغې نښتې وروسته يې د ۱۵ کسانو مړي يې موندلي چې مشکوک وسله وال او ملکيان هم پکې شامل دي.










