ایرانۍ ښځې: له اسلامي انقلاب مخکې او وروسته
د ۱۹۷۹ کال له اسلامي انقلاب سره که یوه لور ته ډېر بدلونونه راغلل، نو د ښځو لپاره نه وو. د ښځو وېښتو جوړولو او کالیو اغوستو ډولونه داسې دي، چې تر څارنې لاندې راغلل. د ایران پخواني پاچا په ۱۹۳۰ کال کې د ښځو پر نقاب نه یوازې بندیز لګولی و، بلکې پولیسو ته امر شوی و، چې په زور یې ټیکري له سرونو لرې کړي، خو د ۱۹۸۰ کال په لومړیو کې بیا د ښځو کالیو لپاره ځینې مقررات پلي شول، چې له مخې یې حجاب لازم وبلل شو.

د عکس سرچینه، Image copyrightBEHROUZ MEHRI/AFP/GETTY IMAGES
د تصویرونو دغه ټولګه کې د مذهبي قوانینو له پلي کېدو مخکې د ایرانیو ښځو ژوند وینو او بل لور ته دا ښيي چې څنګه وروسته پکې بدلون راغی.
له انقلاب مخکې

د عکس سرچینه، Magnum Photos
۱۹۷۷ کال، تهران پوهنتون کې زده کړې
که څه هم له انقلاب مخکې ډېرو ایرانیو ښځو لوړې زده کړې کولې، خو راتلونکو کلونو کې په دې شمېر کې ډېروالی راغی. دا ځکه شوني شول چې چارواکي وتوانیدل د شاوخوا محافظه کارې کورنۍ راضي کړي، چې لوڼه د لوړو زده کړو لپاره له کورونو لېرې تعلیمي ادارو ته واستوي.
یارک پوهنتون کې د ښځو تعلیم پروفیسور بارونس هالې افسر چې ۱۹۶۰ کلونو کې ایران کې و وايي:
''دوی هڅه وکړه، پوهنتون ته د ښځو ورتګ مخه ونیسي، خو غبرګون دومره سخت و، چې دوی اړ شول ښځو ته اجازه ورکړي چې پوهنتون ته لاړې شي. یو شمېر لوستي خلک له ایرانه ووتل او چارواکو محسوس کړل چې د هېواد چارو پرمخ بیولو لپاره نارینه او ښځینه ټول باید زده کړې وکړي. ''

د عکس سرچینه، Magnum Photos
۱۹۷۹ بازارونو کې پېر او پلور
له انقلابه مخکې ښځو د لویدیځوالو په څېر کالي اغوستل، چې تنګ جینز پتلونونه، لنډې لمنې او د لنډو لستوڼو کمیسیونه پکې شامل وو. د پروفیسور افشار په خبره:
''څپلیو او چپلکو کې بدلون نه دی راغلی. موږ ټول د بوټانو او څپلکو شوق لرو. ایرانۍ ښځې هم د نورې نړۍ له ښځو بېلې نه دي او د سودا لپاره بازار ته تګ د ښځو لپاره د ورځني ژوند له ستړیو ستونزو د تېښتې یوه وسیله ده. ''

د عکس سرچینه، Magnum Photos
۱۹۷۶ کال د جمعې پر ورځ له کوره بهر ناسته
په ایران کې جمعه د اونۍ د پای او د کورنۍ غړو او دوستانو یو ځای کېدو ورځ ده. د پروفیسور افشار په خبره 'په رخصتۍ کې له کوره بهر د پکنک په نامه د کورنیو یو ځای کېدل د ایرانیانو د کلتور برخه ده. دې کې هېڅ توپیر یا بدلون نه دی راغلی، خو نارینه او ښځې د یو ځای کېناستو پر مهال د پخوا پرتله ډېر اختیاط کوي. '

د عکس سرچینه، Magnum Photos
۱۹۷۶ کال د تهران سنګارتون
پروفیسور افشار وايي، 'ښايي ځینې خلک فکر وکړي، چې ایران کې به اوس داسې سینګارتون نه وي، شته! خو بدلون پکې دا دی چې اوس پکې نارینه نه لیدل کېږي او د سالون له دراوزې وتلو مخکې ښځې پوهېږي چې باید د خپل سر ویښته په ټیکري کې پټ کړي. '

د عکس سرچینه، Magnum Photos
۱۹۷۷ د پاچا شاوخوا کې د ساتونکو ګڼه ګوڼه
د فارس سلطنت ۲۵۰۰ کلیزې په مناسبت پراخو مراسمو کې یوې ځوانې ښځې هڅه وکړه، پاچا ته ځان ورسوي. کیڼ اړخو او د شاه مذهبي مخالفانو دغه غیر عادي مراسم سخت وغندل. پروفیسور افشار وايي: ''''تر دې دمه نو د پاچا مخالفانو شمېر بې کچې زیات شوی و او د ځینو په اند دغه تظاهر ښايي له هغو پېښو یوه وه چې وروسته د انقلاب سبب شوې. ''''

د عکس سرچینه، Magnum Photos
۱۹۷۶ د تهران پر سړک قدم وهل
پروفیسور افشار وايي، ''''څوک پر ایراني سړکونو د ښځو تګ مخه نه شي نیولای، خو په داسې بڼه یې لیدل اوس ممکن نه دي. د دغې ښځې د غوږونو لښتۍ او سینګار څرګند ښکاري، خو اوس د لباس یا جامې لپاره د (شرف) یو تصور ټاکل شوی دی، ځکه نن سبا په لارو کوڅو کې ښځې داسې حال کې ګرځي چې تر ځنګنونو پورې اوږده کوټونه اغوندي او ټیکري یې پر سرونو وي. ''''
له انقلاب وروسته

د عکس سرچینه، Getty Images
۱۹۷۹ کال کې د حجاب پر ضد د ښځو احتجاج
واک ته له رسېدو سره سم د ایران د هغه مهال مذهبي مشر ایت الله روح الله خامنه يي پرېکړه وکړه چې د مذهب او توکم له توپیر پرته باید ایران کې ټولې ښځې ټیکري پر سر کړي. د مارچ پر اتمه د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت زرګونو ښځو د دغه قانون پر ضد احتجاج وکړ.

د عکس سرچینه، Getty Images
۱۹۷۹ کال د امریکا سفارت مخکې احتجاج
انقلابي محصلینو د سفارت لسګونه کارکونکي یرغمل کړل او د امریکا زرګونو مخالفانو د سفارت ودانۍ محاصره کړه. پروفیسور افشار وايي، 'هغه مهال د امریکا د مخالفت لپاره د بېلا بېلو سیاسي فکر لرونکو یو ځای کېدل معمول و. له ایرانه د امریکا او برتانیا تېل لېږدولو مخینه اوږده ده او له دې کبله د امریکا او برتانیا لپاره هلته د بې باورۍ تاریخ هم اوږد دی. '

د عکس سرچینه، Getty Images
۱۹۸۰ کال د جمعې لمنځه لپاره روانه کورنۍ
پروفیسور افشار د جمعې لمانځه لپاره تګ د همغږي په معانا بولي د هغو لپاره چې د اسلام احکامات مني او یا هغه چې د دې لپاره لمانځه ته یو ځای تلل چې یاغیان و نه بلل شي.

د عکس سرچینه، Magnum Photos
۱۹۸۶ کال تهران کې د واده کالي اخیستل
پروفیسور افشار وايي، د واده کالي معمولاً د لویدیځوالو په بڼه دي. هلته ودونو کې د ښځو میلمستیا ځانګړې وي او هره ښځه کولای شي داسې کالي واغوندي چې زړه یې غواړي، خو په وینا یې د ښځو او نارینه وو ګډې میلمستیا دود لا هم شته او هغه داسې چې د پېسو مقابل کې دروازې سره څارونکي ساتل کېږي او یا هلته ولاړو پولیسو ته د سترګو پټولو بدل کې څه ورکړه کېږي.
۲۰۱۵ کال تهران کې قدم وهل
پروفیسور افشار وايي، ''''ټولې ایرانۍ تور ټیکري نه پرسروي. ځینې کوټ اغوندي او ټیکري پر سروي، خو اصلي خبره دا ده چې کومه ښځه تر کومه حده سر له ټیکري بهر کوي
هغه وايي: ''ښځې د مبارزې خپل ډولونه لري او ډېری وخت دوی هڅه کوي، چې د امکان تر حده د سر ویښته له ټیکري بهر کړي. ''

د عکس سرچینه، Getty Images
کسپین سمندر ۲۰۰۵ کال
ایران کې د ښځو لپاره د لامبو کالي اغوستل او په عام محضر کې لامبو ممنوع ده. پروفیسور افشار وايي، 'نارینه او ښځې یو ځای لامبو نه شي کولای، خو ځینې بیا د کرایې بدل کې کښتي اخلي، لرې د سمندر اوبو کې د یو ځای لامبو لپاره لاره مومي. '

د عکس سرچینه، Getty Images
۲۰۱۶ کال تهران کې د حجاب پلويانو لاریون
د انقلاب له راتلو څه باندې ۲۵ کاله وروسته سختو محافظه کارو ښځو د ټولیز حجاب قوانینو پلي کولو کې د پاتې راتلو له کبله خپل لاریون وکړ. له یوې کوچنۍ نجلۍ پرته ټولو ګډونوالو ښځو تور څادرونه اغوستي وو.

د عکس سرچینه، BEHROUZ MEHRI/AFP/GETTY IMAGES
۲۰۰۸ کال د یوه مارکیټ له بامه د فوټبال لوبې ننداره
که څه هم رسماً ښځې د فوټبال لوبو له نندارې نه دي منع شوې، خو معمولاً یې لوبغالیو ته د ننوتو مخه نیول شوې ده. یو شمېر هغه ښځې نیول شوې دي چې داسې هڅه یې کړې. له انقلابه مخکې ښځو ته اجازه ورکول کېده چې سپورتي سیالیو کې برخه واخلي.
.








