ډنمارک کې پر نقاب بندیز؛ یوه مسلمانه ۱۵۰ ډالر جریمه شوه
په ډنمارک کې په لومړي ځل یوه مسلمانه مېرمن د نقاب اغوستلو په جرم ۱۵۰ ډالر جریمه شوې ده. په دغه هېواد کې د روانې میاشتې په لومړۍ نېټه داسې یو قانون نافذ شو چې له مخې يې په عمومي ځایونو کې پر نقاب اغوستلو بندیز لګېدلی دی.
ډنمارکۍ رسنیو ویلي، یاده ۲۸ کلنه مېرمن وروسته له هغه جریمه شوه چې له یوې بلې ښځې سره یې، چې د دې د نقاب لیرې کولو هڅه یې کوله، شخړه وکړه.
که یاده مسلمانه مېرمن بل ځل د نقاب بندیز له قانونه پښه واړوي، نو ۱۵۰۰ ډالره به جریمه شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
یو شمېر ډنمارکۍ مسلمانو مېرمنو ویلي، د نوي قانون خیال به ونه ساتي.
په ډنمارک کې "پر نقاب د بندیز قانون" تصویبېدا له نیوکو سره مخامخ شوې ده.
د بشر حقونو بنسټونو دا قانون " د ښځو پر وړاندې تبعیضي چلند" یاد کړی دی.
په ډنمارک کې نوی تصویب شوی قانون پولیسو ته دا واک ور کوي، هغه ښځې چې مخونه یې پوښلي وي، له عمومي ځایونو وشړي.

د عکس سرچینه، Reuters
دا هم د لوستلو دي











