مشهد کې د سپي غوښه د پسه په نامه خرڅه شوې

په ځینې هېوادونو کې د سپي غوښه ډېر مینه وال لري.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په ځینې هېوادونو کې د سپي غوښه ډېر مینه وال لري.

په ایران کې یوې ځایي ورځپاڼې لیکلي چې د مشهد ښار یوه قصاب د پسه غوښې په نامه د سپیو غوښه خرڅه کړې. د 'قدس ' نومې ورځپاڼې په رپوټ کې ویل شوي، ځايي چارواکو له څو ورځنۍ پټې څارنې وروسته هغه مشکوک قصاب ونیوه چې د پسه غوښې په نامه یې خپلو مشتریانو ته د سپي غوښه ورکوله.

ورځپاڼې د ځايي قصابانو اتحادیې مسوولینو له قوله لیکلي، نیول شوي قصاب د غوښې پلورلو جواز نه درلود او د خپل دکان پر لوحه یې لیکلي و 'د ورون یا پتون غوښه ۳۶ زره تومانه ' او د هغو کسانو نومونه یې هم لیکل چې له ده یې غوښه اخیسته.

د اتحادیې مسوول ورځپاڼې ته ویلي:

''پولیس په دکان کې دننه منتظر وو، چې ځوان قصاب تازه غوښه دکان ته راوړه او کله چې موږ وروړاندې شوو، قصاب په لاسي چړې برید راباندې وکړ. ''

د قدس ورځپاڼې رپوټ زیاتوي، چارواکو په دکان کې داسې څلور ذبح شوي حیوان موندلي چې غوښه یې د پسه پر ځای د سپي غوښې ته ورته وه.

په ایران کې دا وروستۍ ناندرۍ پر خپل ځای، خو د نړۍ په ځینې هېوادونو کې د سپي غوښه ډېر مینه وال لري.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې یو رپوټ کې ویل شوي، هر کال په ټوله اسیا کې نژدې ۳۰ میلیون سپي د غوښو لپاره وژل کېږي، چې د ورځپاڼې له مخې دغې شمېرې څه باندې درېیمه برخه یې یوازې چین کې ده.

تېر کې د څارویو حقونو فعالانو 'موږ ستاسې خواړه نه یو' له شعار سره د سپي غوښې استعمال خلاف مظاهرې کړې
د عکس تشریح، تېر کې د څارویو حقونو فعالانو 'موږ ستاسې خواړه نه یو' له شعار سره د سپي غوښې استعمال خلاف مظاهرې کړې

رپوټونه وايي، ګڼ سپي له وژل کېدو وړاندې په تنګو قفصونو کې اچول کېږي.

د ژویو د حقونو مدافعینو څو ځله په ځینې اسیايي هېوادونو کې د سپي غوښو د خوړلو پر خلاف اعراضونه هم کړي.

دغو مدافعینو دوه کاله مخکې چین حکومت ته یو غوښتنلیک چمتو کړی و، چې ۱۱ میلیونه خلکو لاسلیکونه یې پرې راغونډ کړي وو.

د چین رسمي خبري اژانس شنیخوا ۲۰۱۶ کال کې یو رپوټ کې وویل، په چین، شمالي کوریا او ځینو نورو هېوادونو کې د سپیو د غوښو خوړلو دود کابو څلور یا پنځه سوه لسیزې لرغونتوب لري او هلته ځینې کسان په دې باور دي چې د اوړي په میاشتو کې یې خوړل له سړي تودوخه لېرې کوي.