د سپي غوښې نه خوړلو غوښتنه

د عکس سرچینه، Getty Images
د ویتنام پلازمېنه هنويي کې چارواکو له ښاریانو غوښتي، چې د سپي غوښې خوراک پرېږدي، ځکه په وینا یې دې سره ښار بدنامېږي او د (رې بیز) په نامه ناروغۍ سبب کېدای شي.
دغه ناروغي معمولاً د لیوني سپي د لاړو له لارې انسانانو ته لېږدي. د هنويي خلکو کمېټۍ مسوولین وايي، د سپیو له غوښې د پرهېز اقدام به هنويي د عصري او له مدنیته ډک ښار په توګه مشهور کړي.
چارواکي وايي، د دغې غوښې خوړل د رې بيز او (لپتوسپیروز) په څېر د ویروسي ناروغیو سبب کېدای شي. هنويي کې اوس هم نژدې ۱۰۰۰ دوکانونه د سپي غوښه پلوري. کمېټۍ دغه راز له خلکو غوښتي، چې د پېشو غوښې خوړل هم پرېږدي.
ویل کېږي دغه ښار کې د پېشو غوښې مینه وال لږ دي، خو بیا هم ځینې مشتریان لري. دوی په خپلو څرګندونو کې د ښار ګڼ شمېر حیواناتو وژل کېدو ته هم اشاره کړې، چې په وینا یې بې زړه سوي وژل شوي دي.
د بي بي سي ویتنامي برخې خبریاله لینه نګیوین وايي، ویتنام کې اوس د داسې خلکو شمېر ډېرېږي، چې د سپي غوښې خوړل نه مني، خو په وینا یې هلته داسې یو دود شته، چې ریښې یې هم خورا ژورې دي.
پر فېسبوک او خواله رسنیو هم د نوې غوښتنې ملاتړ شوی، خو داسې کسان هم شته، چې وايي دا یو داسې عادت دی، چې ډېر ویتنامیان یې په اسانۍ نه شي پرېښودلای.




