چین کې د سپیانو د غوښو خوړلو فسټیوال پرضد اعتراض

د عکس سرچینه، AP
د ژوو د حقونو مدافعینو په بیجینګ کې د سپيانو د غوښو د خوړلو د فسټیوال پر خلاف اعراض کړي دی. د سپیانو د غوښو په اړه دغه کلنی فسټیوال د چین په لوېدیځ یالین ښار کې جوړېږي.
دغو مدافعینو دولت ته یو غوښتنلیک چمتو کړی، چې ۱۱ میلیون خلکو لاسلیکونه یې پرې راغونډ کړي.
یاد فسټیوال د روان جون پر ۲۱مه پيلېږي چې زرګونه سپیان به پکې حلال کړل شي.
خبریالان وايي، د ژوو د حقونو دفاع په چین کې اندېښنې ډېرې کړې دي.
په چین کې اوس دا غږ په اوچتېدو دی، چې له حیواناتو سره دې لا ډېر انساني چلند وشي.
نژدې ۲۴ فعالانو خپل سپي د غوښتنې پرمهال په لاسونو کې لېږدول.
دوی له "زه ستا غرمنۍ نه یم" پیغام سره له ځانونو سره د خپلو سپیانو انځورونه هم لېږدل.


د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د شمېرو له مخې، هر کال په ګرده اسیا کې نژدې ۳۰ میلیون سپیان د غوښو لپاره وژل کېږي، چې ددغې شمېرې څه باندې درېیمه برخه یې یوازې چین کې ده.
خبریالان وايي، ګڼ سپیان یا غلا کېږي او یا په بدل نومونو فسټیوال ته راوستل کېږي. ډېری سپیان له وژل کېدو وړاندې په تنګو قفصونو کې اچول کېږي.
د بشري ټولنې نړیوال سازمان ډلې په یوه کمپاین کې د یالین د سپیو دغه فسټیوال "خپسکه" بللی دی.
د فسټیوال ملاتړو غوښتنه کړې چې د سپیانو غوښه د خلکو لپاره ښه ده او له نورې خوږې غوښې سره هېڅ توپیر نه لري.
په ۲۰۱۴ کې، د یالین حکومت د فسټیوال له جوړولو ځان په ډډه واچاوه، خو ویل یې چې فسټیوال د خصوصي سوداګرو لخوا جوړ شوی چې د دوی هېڅ ملاتړ ورسره نه شته.

پر دغه فسټیوال بریتانیايي کومیډي لوبغاړي ریکي ګیرویس، د چین پاپ موسیقۍ ستوری چېن کن او سینمايي ستورو یانګ مي او فن بینګبینګ هم نیوکې کړې دي.
د چین رسمي خبري اژانس شنیخوا په چین، شمالي کوریا او ځینو نورو هېوادونو کې د سپیو د غوښو خوړلو دود کابو څلور یا پنځه سوه لسیزې لرغونتوب لري او دوی په دې باور دي چې د اوړي په میاشت کې یې خوړل له سړي نه تودوخه لیرې کوي.
شینخوا تېر کال راپور ورکړ، چې د یالین مېله په وروستیو کلونو کې پیل شوې ده.









