بلوچستان کې د ګاډو د ټکر له امله د ۲۶ کسانو وژل کېدل
د پاکستان له سیند څخه بلوچستان صوبې ته روان بس د کراچۍ- کوټه پر سړک تېره شپه له ټرک سره ټکر شوی چې له امله یې ۲۷ کسان وژل شوي او ۱۰ ټپیان دي.
بس د کراچۍ نه پنجګور ته روان و چې د بلوچستان لاسبیلا ولسوالۍ کې د تیلو ټنکر سره ټکر شوی او له امله یې دا مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ځايي پولیسو په وینا، بس کې د موټروان او کلینډر په ګډون ټول ټال ۳۶ کسان سپاره وو.
سیمه کې ازاد خبریال عرفان خټک وايي د پېښې په مړو کې ښځې او ماشومان هم دي.
سیمه کې امنیتي چارواکي وايي، بس ۳۲ مساپر لېږدول او له کراچۍ پنجګور ته روان چې له مقابل لوري ټرک راغی او ور سره ټکر شو.
د دوی په خبره، له ټکر سره بس کې اور ولګېد او ټول کسان وسوځېدل.

ځينی سوځيدلي یا ژوبل کسان یې د کراچۍ سول روغتون ته درملنی لپاره هم وړل شوي دي
امنیتي ځواکونو دواړه ګاډي په خپله ولکه کې اخیستي او پلټنې یې پيل کړي دي.
لومړي مالومات ښيي پېښه د چټکتیا له امله ده.
د موټروانانو بې پروايي او د سړکونو ناوړه حالت پاکستان کې د ګاډو د ټکر اصلي لامل بلل کېږي چې هر کال دغه هېواد کې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.










