فراه کې د ګاډو ټکر؛ ۱۵ کسان وژل شوي

ټکر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پر ۲۰۱۶ کال غزني کې د سپرلۍ بس او ټانکر ترمنځ ټکر کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه. عکس پخوانی دی.

د کندهار- هرات پر لویه لار د جمعې په ورځ( د سپټمبر ۲۱) د ترافیکي پېښې له امله لږتر لږه ۱۵ کسان وژل شوي او دیرش نور ټپیان دي.

د فراه د والي ویاند ناصر مهري بي بي سي ته وویل چې په وژل شویو کې درې ښځې او دوه ماشومان هم شامل دي.

د نوموړي په خبره، د پيښې ۱۴ ټپيان- چې روغتیایي وضعیت یې ښه نه و و- د درملنې لپاره کندهار ته لیږدول شوي دي.

د فراه د والي ویاند ناصر مهري زیاتوي چې دا ۳۰۴ ډوله موټر نن سهار د ځايي چارواکو په وینا، دد بکوا ولسوالۍ په پوزک (سیمه) کې د یوه ټیلر سره جنګیدلی دی.

فراه

د عکس سرچینه، عبدالله یاد

د عکس تشریح، فراه کې نږدې دوه میاشتې مخکې د سپرلۍ یو ګاډي پر ماین وخوت چې له امله یې تر څلوېښو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. انځور د هغې پېښې دی.

د افغانستان پر لویو لارو په تېره د کابل- کندهار او کندهار- هرات ترمنځ د سپرلیو موټرو ټکر او ورته نورې ترافیکي پېښې وخت ناوخت کېږي.

د موټروانۍ پر مهال بې غوري او یا هم د ډریورانو له خوا د نشه يي توکو کارول او له یو بل سره سیالي د دې پېښو مهم لاملونه بلل کېږي.

د روانې میاشتې پر اتمه د کندهار - هرات په لویه لاره د یوه سپرلۍ وړونکي بس د ټکر له امله شپاړس کسان ووژل او ۲۵ نور ټپيان شول.

کله کله د سپرلۍ موټر پر لار د وسلوالو د اېښودل شويو ماینونه سره هم مخ کېږي.

نږدې دوه میاشتې وړاندې هم د فراه ولایت د فراه رود ولسوالۍ په بالاک بلوک سیمه کې د سپرلۍ ګاډۍ په ماین وخوت.

په هغه پېښه کې ۴۸ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.