تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د جمال خاشقجي مشر زوی د سفر تر بندیز وروسته واشنګټن ته رسېدلی
د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په غوښتنه، د وژل شوي سعودي خبریال جمال خاشقجي مشر زوی صلاح خاشقجي واشنګټن ته رسېدلی او ولسمشر ټرمپ ترکیې ته د خاشقجي د قتل قضیه کې د سي ای اې د مشرې د سفر په تړاو څېړنې ارزوي.
صلاح چې د امریکا او سعودي عربستان دوه ګونی تابعیت لري، مخکې پرې د سفر بندیز و.
صلاح واشنګټن کې له خپلې مور او درېیو وروڼو سر یوځای شوی دی.
خبري رسنۍ وايي، د سي ای اې مشرې په استانبول کې د سعودي کونسلګرۍ د ننه د سعودي خبریال جمال خاشقجي د وژلو په اړه ثبت شوي غږونه اورېدلي دي.
ویل کېږي د سي ای اې مشرې جینا هاسپیل د دې اونۍ پیل کې ترکیې ته د سفر پرمهال دغه غږونه اورېدلي.
په پام کې ده چې هاسپیل د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره وګوري او د ترکیې د سفر جزییات ورسره شریک کړي.
خاشقجي چې په امریکا کې یې د تبعید ورځې تېرولې، د اکتوبر لومړیو کې استانبول کې د سعودي کونسلګرۍ د ننه ووژل شو.
ویل کېږي دغه اورېدل شوي غږونه له خاشقجي نه د پوښتنو ګروېږنو او د هغه د وژلو پرمهال ثبت شوي.
سعودي د پېښې په تړاو ځینې مشکوک کسان نیولي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، سعودیانو په تاریخ کې تر ټولو ناوړه پټونه کړې چې باید سزا یې ورکړله شي.
هاسپیل د تېرې دوشنبې په ورځ انقرې ته تللې وه. هغې ترکۍ الصباح ورځپاڼې ته د چارشنبې په ورځ وویل، ځینې غږونه یې اورېدلي دي.
قصدي وژنه
د سعودي مرستیال لوی څارنوال د پنجشنبې په ورځ ویلي، د خاشقجي وژنه قصدي وه. له مشکوکو کسانو د قصدي وژنې په تړاو تحقیق شوی دی.
د چارشنبې په ورځ د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د خاشقجي وژلو کې ښکېلو کسانو ته د سزا ورکولو ژمنه وکړه.
خو ترکي رسنیو د امنیتي سرچینو له خولې ویلي، د قتل دې دسیسه کې د ولیعهد یو جګپوړی مرستیال هم ښکېل دی.
لا تر اوسه د خاشقجي د مړي څرک نه دی مالوم شوی.
خو اوس ټینګار دا دی چې ګني د هغه مړی شاید استانبول کې د کونسلګرۍ د ودانۍ د ننه په یوه څاه کې اچول شوی وي.
له ډېرو څېړنو وروسته ضد او نقیض خبرې مخې ته راغلې دي. ترکي رسنیو ویلي، لومړي سر کې سعودیانو د څاه د لټولو اجازه نه ده ورکړې، خو بیا وروسته وویل شول چې اجازه یې ورکړه.
د خاشقجي کورنۍ امریکا کې
په ورته وخت کې د جمال خاشقجي زوی صلاح خاشقجي او د هغه کورنۍ ته د امریکا وېېزې ورکړل شوې دي.
رویټرز او سي اېن اېن ویلي، د خاشقجي کورنۍ واشنګټن ته رسېدلې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو خبریالانو ته ویلي، له سعودي چارواکو یې غوښتي وو چې صلاح خاشقجي ته د امریکا د تللو اجازه ورکړي.
دا هم د لوستلو دي: