د خاشقجي قضیه؛ ښايي سعودي یې تېروتنې سره وژل ومني

د امریکا سي اېن اېن تلوېزون وايي، سعودي چارواکي د داسې رپوټ خپرول غواړي چې ووايي جمال خاشقجي د پلټنې پر مهال تېروتنې سره وژل شوی دی.

سي اېن اېن د دې خبر په خپرولو سره د دوو بېلابېلو سرچینو له خولې لیکلي چې ټاکلې وه د پوښتنو لپاره نوموړی د ترکیې له خاورې وتښتول شي.

جمال خاشقجي د اکتوبر پر دویمه سعودي کونسلګرۍ ته ننوتلو سره ورک دی.

د دې تلوېزون د رپوټ له مخې، د سعودي چارواکي ممکن ووايي، چې د دغه خبریال وژونکي خپلسري او بې اجازې یې دا کار کړی دی.

سي اېن اېن د یوې سرچینې له خولې زیاتوي چې ممکن سعودي د خپل رپوټ منځپانګه کې بدلون راولي.

امریکا کې ناتایید شوي رپوټونه وایي، د سعودي استخباراتو غوښتل چې په استانبول کې په خپله کونسلګرۍ کې له نوموړي پوښتنې ګروېږنې وکړي.

داسې ادعاوې کېږي چې د همدې پلټنو پر وخت دی شکنجه شوی، او په تېر وتنې وژل شوی دی.

خپل سري وژونکي

امریکا کې خبریالانو د دوشنبې پر ورځ له ولسمشر ډونلډ ټرمپ نه د همدې رپوټونو، او سعودي چارواکو د ممکنه اعتراف په اړه پوښتنه وکړه.

ولسمشر ټرمپ په ځواب کې وویل، په دې اړه تر اوسه کوم رسمي بیان یا رپوټ نه دی ترلاسه شوی.

نوموړي زیاته کړه، دا هم شونې ده چې جمال خاشقچي د خپل سره قاتلینو په لاس وژل شوی وي.

ولسمشر ټرمپ جورجیا ایالت کې خبریالانو ته وویل، په دې اړه یې له سعودي پاچا شاه سلمان سره خبرې کړې او هغه په دې پېښه کې د سعودي حکومت ښکېلتیا په کلکه رد کړې.

ښاغلي ټرمپ د شنبې پر ورځ ویلي وو،که ثابته شوه چې سعودي حکومت د جمال خاشقجي په وژنه کې لاس لري واشنګټن به ریاض ته سخته سزا ورکړي.

ویل کېږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هم سعودي عربستان ته په سفر روان دی، او هلته به له چارواکو سره پر دې موضوع له نژدې خبرې کوي.

کونسلګرۍ کې پلټنې

له بلې خوا ترکي پولیس په لومړي ځل په استانبول ښار کې د سعودي عربستان د کونسلګرۍ هغې ودانۍ ته ننوتلي چې دوه اونۍ وړاندې پکې سعودي خبریال جمال خاشقجي تری تم شو.

ترکیه پر سعودي‌ تور لګوي چې نوموړی خبریال یې په استانبول کې خپله کونسلګرۍ کې وژلی،‌ خو سعودي چارواکو تر دې دمه دا رپوټونه په کلکه رد کړي‌ دي.

سعودي‌ چارواکو تېره اونۍ منلې وه چې ترکي پلټونکي به د کونسلګرۍ ودانۍ ته ور پرېږدي، خو دوی به یوازې د سرسري معاینې اجازه ولري، او سعودي پلټونکي‌ به هم ورسره موجود وي.

په ورته وخت کې یو ترکي امنیتي‌ چارواکي بي بي‌سي ته ویلي، دوی داسې غږیز او تصویري شواهد لري چې د افسرانو په لاس د خبریال جمال وژنه تاییدوي.

د ترکیې لویې څارنوالۍ هم ویلي،‌ د سعودي کونسلګرۍ کې یې د جمال خاشقچي‌ د وژل کېدو ثبوت ترلاسه کړی.