"ترک چارواکي: جمال خاشقجي د سعودي کونسلګرۍ کې وژل شوی"

    • Author, سمیع الله موسی‌زی
    • دنده, بي بي سي، لندن

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي ترکي چارواکو امریکایانو ته ویلي، داسې ویډیویي او غږیز شواهد لري چې زبادوي، سعودی خبریال جمال خاشقجي په استانبول کې د سعودي په کونسلګرۍ کې د ننه وژل شوی دی.

امریکا کې مېشت خاشقجي د اکتوبر په دویمه د ترکیې استانبول ښار کې د سعودي کونسلګرۍ ته له ننوتلو راهیسې ورک دی.

هغه غوښتل چې هلته د سعودۍ مېرمنې سره د طلاق وروستي کارونه بشپړ او له ترک کوزدنې سره د واده اسناد پوره کړي.

ورځپاڼه لیکي ترکي چارواکي وايي ویډیويي تصویر کې ښکاري، چې کونسلګرۍ ته له ننوتلو سره سم خاشقجي د امنیتي کسانو له خوا نیول کیږي.

چارواکي وايي کره شواهد لري چې دغه خبریال وژل شوی.

جمال خاشقجي خبریالي د افغان- شوروي جګړې په رپوټولو سره پیل کړې وه.

یوې سرچینې چې نوم یې نه دی ښودل شوی ویلي غږیز ریکارډ کې جوتیږي چې په خاشقجي څه تېر شول.

دغې سرچینې ویلي په دې ریکارډ کې د خاشقچي او نورو کسانو غږونه اوریدل کیږي چې په عربي ژبه خبرې کوي او ښيي چې له هغه تحقیق کیږي، ربړول کیږي او بیا وژل کیږي.

لا هم معلومه نه ده چې دا اسناد څه ډول د ترکیې لاسته ورغلي او بل دا چې د ارزولو لپاره یې امریکايي چارواکو ته ور کړي دي که نه.

د امیرانو ورکېدل

له بلې خوا د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو مشر باب کراکر وايي، د واشنګټن ټول استخباراتي رپوټونه او خپاره شوي خبرونه ښيي چې خاشقجي وژل شوی دی.

په همدې تړاو انډیپنډینټ ورځپاڼې د یوه سعودي امیر چې هغه هم په جلا وطنۍ کې په جرمني کې ژوند کوي له قوله لیکلي چې په تېر اونۍ کې لږ تر لږه پنځه تنه امیران چې د خاشقجي په اړه یې خبرې کړې تري تم شوي دي.

ده ادعا کړې چې لس ورځې وړاندې په ورته توګه د ده د تښتولو هڅه هم شوې وه.

دي نېشنل

د اماراتو دي نېشنل خپرونه لیکي پاکستان د افغان سولې په برخه کې د سعودي د ګډون هر کلی کوي.

دا خپرونه زیاتوي پاکستان ته د افغان سولې په برخه کې د امریکا د استازي د وروستي سفر پرمهال په دې هم خبرې شوې چې څنګه په دې هڅو سعودي عربستان هم ګډېدی شي.

دی نېشنل د یوه پاکستان ډیپلوماټ په حواله لیکي د افغان سولې په هڅو به کې د سعودي ګډون ګټور وي او د روانې کشالې په حل کې به ډیره مرسته وکړي.

دا خپرونه ادعا کوي چې طالبانو هم ورته ویلي د سولې په هڅو کې د سعودي عربستان له ګډون سره مخالف نه دي خو د دوی یوازینۍ اندېښنه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو موجودیت دی.

ایکسپرېس ټریبیون

ایکسپرېس ټریبیون ورځپاڼه په خپله سرمقاله کې د پيسو له نړیوال صندوق د پور اخستلو په اړه لیکي پاکستان باید په دې پوه شي چې ځینې په پاکستان کې د لویو پروژو مخه د سیالۍ او بخیلۍ له امله کوي خو زیاتوي تر هغه چې پاکستان پر خپلو پورونو نه وي برلاس شوی د چین یو کمربند یوه لار په څېر لویې پروژې به یوازې یو خوب وي.

یوې لبنانۍ ورځپاڼې النهار په دغه هېواد کې د کړکیچن سیاسي وضعیت له امله د اعتراض په بڼه هيڅ مطالب نه دی خپور کړی او ټول مخونه یې سپین دي.

یوازې په سر کې یې د ورځپاڼې نوم او نیټه لیدل کیږي.

دغې ورځپاڼې وېبپاڼه سپینه پریښې ده او هیڅ مطالب یې نه دي خپور کړی.

النهار ورځپاڼې له دې امله اعتراض کړی چې پنځه میاشتې وړاندې په دغه هېواد کې پارلماني ټاکنې وشوې خو تر ننه د سیاسي ډلو ترمنځ د اختلاف له امله نوی حکومت نه دی جوړ شوی.

د دې ورځپاڼې مشر یوې خبرې ناستې ته ویلي النهار ورځپاڼه نور د نن او سبا وعدو په اړه له مطالبو خپرولو ستړې شوې ده.

ترکۍ ورځپاڼې ډیلي حریت لیکلي هغه دوه لویې بیړۍ چې لبنان ته بریښنا ورکوي په پام کې ده چې تر ۲۰۲۱ کال پورې د لبنان په ساحل کې پاتې شي.

دا بېړۍ د یوه تړن له مخې له پنځو کلونو راهیسې لبنان ته څېرمه په سمندر کې دي او له هغه ځایه حرارتي برېښنا لبنان ته ورکوي.