تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اردوغان: د خاشقجي وژنه وار له مخه پلان شوې وه
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، د سعودي خبریال جمال خاشقجي د وژلو پلان کونسلګرۍ ته د هغه تر تللو څو ورځې د مخه جوړ شوی و.
ښاغلي اردوغان د سې شنبې په ورځ د ترکیې پارلمان ته خبرو کې وویل، داسې ثبوت لري چې ښیي جمال خاشقجي په استانبول کې د سعودي عربستان کونسلګرۍ کې په ډېره بې رحمۍ وژل شوی.
ښاغلي اردوغان تور ولګاوه چې د جمال خاشقجي تر وژنې وړاندې ۱۵ تنه سعوديان په درېیو ډلو کې ترکیې ته ورغلي وو.
ده زیاته کړه، دې ډلې په استانبول کې د سعودي عربستان په کونسلګرۍ کې نصب شوې امنیتي کامرې هم لېرې کړې وې.
نوموړي زیاته کړه، سعودي عربستان باید ووایي چې د خاشقجي مړی چېرته وړل شوی او دا سپیناوی دې هم وکړي چې د هغه د وژلو امر چا کړی و.
نوموړي په دې اړه ډېر جزیات ور نه کړل چې له ترکیې سره څه ډول ثبوتونه شته، خو و یې منله چې سعودیانو د دې قضیې په لړ کې ۱۸ مشکوک کسان نیولي دي.
ولسمشر اردوغان وویل، په دې وژنه کې ښکېل کسان باید په ترکیه کې محاکمه شي، ځکه جرم د ترکیې پر خاوره شوی.
سعودي چارواکو لا هم په ښکاره نه دي ویلي چې د اکتوبر پر دویمه نېټه په استانبول کې د دوی په کونسلګرۍ کې څه پېښ شول، خو له څو ورځو ځند وروسته یې لږ تر لږه اوس دا منلې ده چې جمال خاشقجي وژل شوی.
د ترکیې ولسمشر په داسې وخت کې دا څرګندونې وکړې چې په ریاض کې د پانګونې یوه لویه نړیواله ناسته پیل شوې ده.
د جمال خاشقجي د وژنې د قضیې په درشل کې کابو ۴۰ لویو شرکتونو په دې ناسته کې له ګډونه انکار کړی و.
خو د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په ګډون یو شمېر نور مشران، د اقتصاد وزیران او د نړیوالو شرکتونو مشران په دې غونډه کې موجود دي.