تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سعودي: خاشقجي فزیکي شخړه کې وژل شوی
د سعودي خبري رسنیو د مرستیال لوی څارنوال له خولې ویلي، چې خبریال جمال خاشقجي استانبول کې د سعودي کونسلګرۍ د ننه د 'فزیکي شخړې' پایله کې وژل شوی. سعودي پاچا د استخباراتو د مرستیال مشر په ګډون ځینې کسان له دندو لیرې کړي دي.
د سعودي "الاخباریه" تلویزیون د مرستیال لوی څارنوال له خولې ویلي: "د جمال خاشقجي او استانبول کې د کونسلګرۍ د هغو کسانو ترمنځ چې له خاشقجي سره مخامخ شوي وو، بحث فزیکي شخړې او لاس اچولو ته لار هواره کړې چې پایله کې نوموړی وژل شوی."
خاشقجي چې پر سعودي یې نیوکه کوله، په وروستي ځل د اکتوبر پر ۲مه کونسلګرۍ ته د ننوتلو پرمهال لیدل شوی. سعودي پیل کې د هغه وژل کېدل رد کړي وو او ادعا یې دا وه چې ګني هغه له کونسلګرۍ وتلی دی.
د سعودي د مرستیال لوی څارنوال په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي "څارنوالي په یاده قضیه کې د ۱۸ نیول شویو کسانو څېړنې ته دوام ورکوي، له ټولو ښکېلو کسانو سره به حساب او کتاب وشي او عدالت ته به وسپارل شي."
سپینې ماڼۍ په خپل لومړي غبرګون کې وویل، د سعودي پر څرګندونو خبر شوي او د عدالت او څېړنو لپاره به له فشاره کار واخلي.
بل خوا د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، سعودي د خاشقجي د مړینې په اړه د سعودي اعلان "ښه او لوی ګام دی".
ټرمپ زیاتوي: "د سعودي مشرتابه ددې قضیې په اړه ریښتنې وه".
"شاهي فرمان"
د سعودي مرستیال لوی څارنوال له دې اعلان سره د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز د سعودي د استخباراتو د مرستیال مشر احمد عسیري د لیرې کولو امر کړی.
نوموړي په شاهي دیوان کې سلاکار سعود القحطاني او ځینې نور جګپوړي امنیتي افسران هم له خپلې دندې لیرې کړي دي.