کلیوالې ښځې چې له ۷ پېړیو راهیسې ویر کوي

راباري قبیله وايي، راجپوت توکمه دي، چې څو پېړۍ مخکې له راجستانه سند ته کډوال شوي
د عکس تشریح، راباري قبیله وايي، راجپوت توکمه دي، چې څو پېړۍ مخکې له راجستانه سند ته کډوال شوي

د سند راباري قبیلې ښځې له تېرو اوو پېړیو راهیسې ویر کوي. دوی وايي دغه ویر یې د دیارلسمې پېړۍ د یوه ځايي واکمن دودو سومرو له وژل کېدو وروسته پیل کړی، چې له علاالدین خلجي سره په جګړه کې وژل شوی و.

د سند ایالت ننګرپارکر سارايي سیمه کې د بي بي سي خبریال ریاض سهیل د ځايي اوسېدونکو له قوله وايي، د سیمې ښځو له هغې ورځې وروسته تور کالي واغوستل او تر ننه پورې د دغه رنګ کالي اغوندي.

راباري څوک دي؟

دا مهال د دغې قبیلې خلک د هند ګجرات، راجستان ایالتونو تر څنګ د پاکستان سند ایالت په ننګرپارکر، بدین او عمرکوټ سیمو کې استوګن دی او وايي راجپوت توکمه دي.

راباري

دوی وايي یوه پخواني پاچا د دغې قبیلې یوه نجلۍ په زور ودوله، خو دوی انکار وکړ او د شپې په تیاره کې له راجستانه سند ته کډوال شول، چې بیا هلته د سومرو کورنۍ واکمن دودو سومرو پناه ورکړه.

وروسته له پاچا علاوالدین خلجي سره جګړه کې دودو سومرو ووژل شو او راباري ښځو یې د ویر لمانځنې سمبول په توګه تورې جامې وکړې، چې تر ننه یې هماغه دود پالي.

د ننګرپارکر اوسېدونکي وايي د دوی د قبیلې هغه کسان چې نورو سیمو کې اوسي اوس تور کالي نه اغوندي، ځکه د سومرو کورنۍ کسانو ۱۹۷۰ کال کې له دوی د ویر ختمولو غوښتنه وکړه، خو د ننګرپارکر اوسېدونکو په وینا هغه مهال سیمه کې د تګ راتګ لارې نه وې، ځکه دوی له دې غوښتنې بې خبره پاتې شول.

راباري

ګهاګرا چولې

دغه سیمه کې د راباریانو لس دوولس کلي دي، چې په شمېر همدومره کسان یې لیک لوست کولای شي او ایله یوه ځوان ته یې د پاکستان پوست ادارې کې د چپړاسي نوکري ورکړل شوې ده.

دغه قبیله له ډېر پخوا راهیسې مالداري کوي، خو وچکالیو یې څاروي وژلي او اوس بېلا بېلې مزدورۍ کوي. د قبیلې ښځې د ګهاګرا په نامه تور رنګه اوږده لمن ډوله پرتوګ له یوه لنډکي کمیس سره اغوندي، چې چولې یې بولي او تور ټیکري پر سروي.

راباري
د عکس تشریح، راباري ښځې درنه ګاڼه ورپورې کوي

شنه خالونه او زرینه ګاڼه

راباري ښځې په لاسي صنایعو کې ماهرې دي او د کور پر دیوالونو خټین ګلبوټي جوړوي. دوی د پېغلو نجونو پر لاسونو، پښو، غاړو او مخ خالونه وهي او د مارا یا لړم شکلونه د دې لپاره پرې جوړوي، چې د دوی له باور سره سم له جادو او ناروغیو خوندي پاتې شي.

د راباري ښځو زېور یا ګاڼه له نګه سرو یا سپینو زرو جوړېږي، چې معمولاً درنه وي او د یو شمېر مشرانو ښځو غوږونه د درنو زرینو لښتیو له کبله ځوړند لیدل کېږي.

راباري
د عکس تشریح، د قبیلې نارینه هم ځانګړې جامې اغوندي، خو سپین ږیري وايي، ځوان هلکان اوس د دوی دودیز کالي نه اغوندي