اختر او د نکريزو دود

- Author, ذبیح الله رحیمزی
- دنده, ننګرهار
اخترونو کې نکريزې د پېغلوټو لپاره که ساعتيري دی، نو ډول او سينګار هم دی. پېړۍ اوړي، چې په افغان ټولنه کې په نکريزو لاسونه سره کېږي، خو په ښارونو کې یې اوسنۍ بڼه په توپير.
پخوا د لاسونو ورغوي او ګوتې ټولې په نکریزو سرې کېدې او اوس بیا دود شوی چې پر لاسونو او پښو د نکریزو بېلابیل ګلان او رسمونه کاږي.
نکريزې پاڼې لري.

په افغانستان کې د ننګرهار د لالپورې نکريزې مشهورې دي. د نکريزو تخم له کرلو مخکې د دريو ورځو لپاره په يوه مرتبان کې په اوبو کې اښودل کېږي.
د نکريزو محصول تر څلورو مياشتو پورې ترلاسه کېږي.
د بوټو د ټولولو لپاره بيا هم پټي اوبه کوي او بيا بوټي له بېخه راباسي او لمر ته يې اچوي. تر وچېدو وروسته پاڼې له بوټي بېلوي او د خرڅلاو لپاره يې بازار ته استوي.

یو شمېر ښځې وايي، له پخوا د نکريزو دود ډېر شوی دی او له پخوا سره يې توپير دا دی چې بڼې یې بدلې شوي. د جلال اباد یوه اوسېدونکې سندرا وايي:
''د نکريزو دود هم شته او د بنګړو دود هم. توپیر يې دا کړی چې پخوا نکريزې ساده اېښودل کېدې، اوس نقشونه او رسمونه دي. اوس نجونۍ د يو بل پر لاسونو ډيزاينونه کوي. ''
په ننګرهار کې تېرڅو کلونه نکريزو ته د نجونو پام لږ بلل کېده، خو ورستي دري کلونه ورته پام ډېر شوی دی.

د جلال آباد ښاراوسېدونکې شل کلنه حسنا وايي، په ښارونو کې اوس يې ګڼې ملګرې په نکريزو لاسونه سره کوي او اوس ورته نکريزې يوازې سينګار نه، بلکې د نجونو ترمنځ سيالۍ هم ده.
''نکريزې پخوا په کليو کې نجونو ايښودلې، نن سبا يې په ښارونو کې نجوني پر لاسونو ږدي. زما ډېرې ملګرې د نکريزو سره مینه لري. دا اوس د نجونو لپاره يوازې سينګار نه بلکې، سيالي هم ده. ''
په جلال اباد ښار کې د نکريزو پلورونکي وايي، د ننګرهار نکريزې له ټولو نورو نکريزو ډېرې ښې دي، خو پاملرنه ورته نه شته.

۳۲کلن محب الله چې له تېرو اتو کلونو راهيسې په جلال اباد کې نکريزې پلوري وايي نه يې چا د کروندګرو حال اخيستی او نه د نکريزو د پروسس لپاره کوم ګام پورته شوی:
''زموږ د ننګرهار د نکريزو خرڅلاو ډېر شوی، دا عالی درجه نکريزه ده. خو تراوسه د بزګرانو پوښتنه او مرسته نه ده شوې او نه کوم د پروسس ماشين شته، که پام ورته وشي، دا نکريزې د هېواد د ۳۴ ولايتونو سربېره ګاونډيو هېوادونو ته هم لېږلی شوو. ''

د عکس سرچینه، .
په افغانستان کې ملي او د کورنيو ځانګړو شپو لکه ودونو، کوژدې، ماشومانو زېږېدنې او نورو خوښیو ورځو کې سره لاسونه په نورو د خوښۍ ښکاره کولو ښکارندوی وي. هغه ښځې چې غم لړلې او یایي هم د ژوند ملګری مساپر وي بیا نکریزو ته زړه نه ښه کوي.








