د جګړې په ډګر کې پر ښکلا مین سرتېري

د عکس سرچینه، IWM
- Author, عمر اپریدی
- دنده, بي بي سي
د مرمیو په شڼهار، د توپونو په ګړزهار او د الوتکو په زوږ کې له کوره راغلي لیکونه زما لپاره یوازینۍ تکیه ده. دا د نړیوالې جګړې پر مهال د هغه هندي پوځي د لیک یوه برخه ده، چې د فرانسې له جبهې یې خپل ورور ته لېږلی و.
د ۱۹۱۴ او ۱۹۱۸ کلونو تر منځ نږدې یو میلیون او درې سوه زره هندي پوځیانو دغه جګړه کې برخه درلوده، چې نژدې ۷۴ زره یې وژل شوي وو. د جګړې پنځه کلن بهیر کې دغو پوځیانو سلګونه زره لیکونه خپلو کورونو ته استولي وو.

یوه سرتېري لیکلي: 'مرمۍ د پشه کال د باران څاڅکو په څېر تېرېږي. '
یوه بل لیکلي: 'مړي کرونده کې د پرې شویو جوارو د ګېډیو په څېر پراته دي. '
دغه لیکونه به د بریتانیا سانسور ادارې له لوري له تایید وروسته، منزل ته استول کېدل. سانسور چارواکو به د جګړې معلومات او نومونه له لیکونو لېري کول او داسې هم شوي، چې لیک له سره نه دی استول شوی.
الله دته او مصطفی د پنجاب په جهلم سیمه کې نتهوخان ته لیکلي:
' هر څوک چې وايي، فرانسې کې جګړه نه شته، دروغ وايي، سخته جګړه روانه ده، زرګونه مېندې بورې شوې دي.

د عکس سرچینه، Other
رام سینګ نومي سرتېري د بریتانیا له برایټن کچنر هندي روغتونه خپل پلار ته لیکلي و:
' موږ د جګړې حال لیکلو اجازه نه لرو، ورځپاڼې دروغ وايي، موږ یوازې څلور سوه ګزه ځمکه نیولې ده '
یوه مامور هند کې خپل ورور ته داسې ګیله کړې:
'ته نه پوهېږې، کله چې ما ته ستا، زما د مېرمنې او یا پي ایس اې لیکونه اونۍ وروسته هم نه رسېږي، څومره خواشینی کېږم. دلته د مرمیو په شڼهار، د توپونو او الوتکو په شور او زوږ کې له کوره راغلي لیکونه زما لپاره یوازینۍ تکیه ده. '
په سخته یخنۍ او بارانونو کې د هندي پوځیانو لپاره د خندقونو جګړه تر ټولو سخته وه.

د عکس سرچینه، IWM
یو شمېر لیکونو کې پوځیانو خپلو، خپلوانو ته توصیه کړې، چې پوځ کې دنده و نه کړي.
له فرانسې نه یوه سرتېري کوهاټ کې خپل ورور ته لیکلي:
'دښمن زموږ پر خندقونو ګاز کارولی، زما ژامه وچه شوې وه، خو اوس ښه یم '
یو شمېر پوځیانو د اروپا ښکلا ښاپېرو ته ورته بللې.
له فرانسې نه جلال الدین یوپي کې حاجي سادات او میرخان ته لیکلي، ' فرانسه کې ښکلا پرېمانه ده '

د عکس سرچینه، IWM
یوه روغتیاپال هند کې خپلې مېرمنې ته لیکلي: برایټن کې هر لور ته نجونې لیدل کېږي، چې پر مساپرو مهربانې دی. هغوی سره لاس پر لاس ګرځي او پر غنم رنګو مري.

د عکس سرچینه، British Library
له فراسنې نه یوه سرتېري کومل کومار بدایون کې ډوري کومار ته لیکلي:
'هر څومره ژر چې ممکن وي، د چرسو څلور چکۍ راواستوه، ځکه د ډېرې یخنۍ له کبله ورته سخته اړتیا ده. '
غریب الله نومي سرتېري بیا پېښور کې خپلو دوستانو ته لیکلي، چې د لیک له موندلو سره سم یوه توله اپیم ورته واستوي.

د عکس سرچینه، British Library
له فرانسې نه نورباز کوهاټ کې له ګل بادښاه غوښتي ' فرانسه کې مو څلور اخترونه له نکریزو او رنجو پرته تېر کړل، دغه څېزونه سملاسي راوستوه '
یوه سرتېري هند کې خپلې مېرمنې ته لیکلي:
زما مېرمنې، زما زړګیه!
'ته خواشینې کېږه مه، اوږدو سفرونو زما سترګې پرانیستې، دلته ټول انسانان برابر دي، ټول خلک خپل ژوند چارو کې بوخت دي او ښه خویونه لري. '
پر تا میین
ګنېش
اووه سوه زره هندي پوځیان د ترکیې عثمانیه سلطنت پر ضد د جګړې ډګر ته وتلي و. دغو پوځيانو کې یو شمېر مسلمانان هم وو، چې له جګړې یې انکار وکړ او زنداني شول، خو یو شمېر نورو بیا دا له انګریزانو سره د وفادراۍ ښوولو لپاره ښه فرصت وباله.

د عکس سرچینه، British Library
فرانسه کې یوه مسلمان سرتېري هند کې خپل ورور ته لیکلي: له برتیانوي حکومت سره زموږ د کورنۍ وفاداري ثابتولو لپاره له دې ښه فرصت نه شو موندلای، زه منم، چې ترکیه یو مسلمان هېواد دی، خو موږ پرې څه کوو؟
دغه پوځیان اوس خاورې شوي دي، خو له دوی پاتې لیکونه د تاریخ ګڼ اړخونه راسپړي.








