کلیوالې ښځې چې له ۷ پېړیو راهیسې ویر کوي

د سند راباري قبیلې ښځې له تېرو اوو پېړیو راهیسې ویر کوي. دوی وايي دغه ویر یې د دیارلسمې پېړۍ د یوه ځايي واکمن دودو سومرو له وژل کېدو وروسته پیل کړی، چې له علاالدین خلجي سره په جګړه کې وژل شوی و.

د سند ایالت ننګرپارکر سارايي سیمه کې د بي بي سي خبریال ریاض سهیل د ځايي اوسېدونکو له قوله وايي، د سیمې ښځو له هغې ورځې وروسته تور کالي واغوستل او تر ننه پورې د دغه رنګ کالي اغوندي.

راباري څوک دي؟

دا مهال د دغې قبیلې خلک د هند ګجرات، راجستان ایالتونو تر څنګ د پاکستان سند ایالت په ننګرپارکر، بدین او عمرکوټ سیمو کې استوګن دی او وايي راجپوت توکمه دي.

دوی وايي یوه پخواني پاچا د دغې قبیلې یوه نجلۍ په زور ودوله، خو دوی انکار وکړ او د شپې په تیاره کې له راجستانه سند ته کډوال شول، چې بیا هلته د سومرو کورنۍ واکمن دودو سومرو پناه ورکړه.

وروسته له پاچا علاوالدین خلجي سره جګړه کې دودو سومرو ووژل شو او راباري ښځو یې د ویر لمانځنې سمبول په توګه تورې جامې وکړې، چې تر ننه یې هماغه دود پالي.

د ننګرپارکر اوسېدونکي وايي د دوی د قبیلې هغه کسان چې نورو سیمو کې اوسي اوس تور کالي نه اغوندي، ځکه د سومرو کورنۍ کسانو ۱۹۷۰ کال کې له دوی د ویر ختمولو غوښتنه وکړه، خو د ننګرپارکر اوسېدونکو په وینا هغه مهال سیمه کې د تګ راتګ لارې نه وې، ځکه دوی له دې غوښتنې بې خبره پاتې شول.

ګهاګرا چولې

دغه سیمه کې د راباریانو لس دوولس کلي دي، چې په شمېر همدومره کسان یې لیک لوست کولای شي او ایله یوه ځوان ته یې د پاکستان پوست ادارې کې د چپړاسي نوکري ورکړل شوې ده.

دغه قبیله له ډېر پخوا راهیسې مالداري کوي، خو وچکالیو یې څاروي وژلي او اوس بېلا بېلې مزدورۍ کوي. د قبیلې ښځې د ګهاګرا په نامه تور رنګه اوږده لمن ډوله پرتوګ له یوه لنډکي کمیس سره اغوندي، چې چولې یې بولي او تور ټیکري پر سروي.

شنه خالونه او زرینه ګاڼه

راباري ښځې په لاسي صنایعو کې ماهرې دي او د کور پر دیوالونو خټین ګلبوټي جوړوي. دوی د پېغلو نجونو پر لاسونو، پښو، غاړو او مخ خالونه وهي او د مارا یا لړم شکلونه د دې لپاره پرې جوړوي، چې د دوی له باور سره سم له جادو او ناروغیو خوندي پاتې شي.

د راباري ښځو زېور یا ګاڼه له نګه سرو یا سپینو زرو جوړېږي، چې معمولاً درنه وي او د یو شمېر مشرانو ښځو غوږونه د درنو زرینو لښتیو له کبله ځوړند لیدل کېږي.