چین ته د شمالي کوریا د مشر تګ تایید شو

ر

د عکس سرچینه، CCTV

د عکس تشریح، د شمالي کوریا مشر سره دغه سفر کې خپله مېرمن هم ملګرې ده.

له څو ورځو اټکل او ګومان وروسته ومنل شوه چې د شمالي کوریا مشر چین ته تللی دی.

روانه اونۍ له هغه وروسته د دې سفر په هکله ګنګوسې ډېرې شوې چې ځايي رسنیو په ځانګړي اورګاډي کې چین ته د یوه لوړپوړي چارواکي د ننوتلو خبره وکړه.

اوس د چین او شمالي کوریا چارواکي بېجینګ ته د ښاغلي کېم تلل تاییدوي.

دا پر ۲۰۱۱ کال واک ته تر رسېدلو راهیسې د نوموړي لومړنی بهرنی سفر دی.

شینهوا خبري اژانس رپوټوي چې ښاغلي کېم د چین له مشر شي جنپینګ سره "بریالۍ خبرې" درلودې.

د امریکا او شمالي کوریا د مشرانو لیدنه

ر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ټاکلې ده د امریکا او شمالي کوریا مشران په مۍ میاشت کې سره وویني.

دا سفر د امریکا او شمالي کوریا د مشرانو لیدنې ته د تیاري لپاره هم مهم ګڼل کېږي.

د امریکا ولسمشر تېره میاشت د شمالی کوریا له مشر سره د لیدنې لپاره بلنه ومنله.

شنونکو ویل، چې د ډونلد ټرمپ او کېم جونګ اون له لیدنې مخکې ښايي ښاغلی کېم او د چین ولسمشر سره وګوري.

ټاکلې ده د امریکا او شمالي کوریا مشران په مۍ میاشت کې سره وویني.

که ډونلډ ټرمپ او کېم جون اون سره وویني، دا به د دواړو هېوادونو د مشرانو لومړنۍ لیدنه وي.

ټاکلې ده ښاغلی کیم راتلونکي میاشت د سوېلي کوریا له ولسمشر مون جي- این سره هم وویني.

چین د شمالي کوریا خورا مهم سوداګریز ملګری دی.

اتومي بې وسلې کېدا ته ژمنتیا

ر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، اول ځل جاپانیو رسنیو د دې سفر رپوټ ور کړ.

شینهوا خبري اژانس وايي، ښاغلي کیم خپل چینايي سیال ته ډاډ ور کړی چې اتومي بې وسلې کولو ته ژمن دی.

د رپوټونو له مخې ښاغلي کېم ویلی، د کوریا ټاپووزمې اتومي بې وسلې کولو مسله اوارېدونکې ده:

"که سوېلي کوریا او متحده ایالتونه په ښه نیت زموږ هڅو ته ځواب ووايي، د سولې او ټیکاو حالت جوړ کړي او د سولې د پرځایښت لپاره همغږي او ورځ په ورځ زیاتېدونکي تدبیرونه غوره کړي"

د شمالي کوریا اتومي پروګرام له امریکا سره د دغه هېواد د تاوتریخوالي اصلي ټکی دی.

په ورته مهال ویل کېږي چې د چین ولسمشر شمالي کوریا ته د تګ بلنه منلې ده.

څو ورځنی سفر

ر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ویل کېږي کېم له خپلې مېرمنې ري سول جو یوه لور لري.

د رپوټونو له مخې له خپلې مېرمنې- ري سول جو- سره د ښاغلي کېم دا ګډ سفر له یکشنبې تر چهارشنبې درلود.

د شمالي کوریا خبري اژانس کي سي اېن ای دا لیدنه له بېجینګ سره د پیونګ یانګ د اړیکو د لا ښه والي لپاره مهم ګام بللی دی.

یوه ورځ مخکې د جاپان رسنیو وویل، چې د شمالي کوریا د یو لوړپوړي چارواکي لېږدوونکی اورګاډی بېجینګ ته ورسېد.

د امریکا بلومبرګ رسنۍ هم له نومښودنې پرته د دریو سرچینو له خولې ولیکل چې دې اورګاډي کې د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون و.

چین د شمالي کوریا یواځنۍ مهم ملګری بلل کېږي، خو د اتومي پروګرام له امله یې وروستیو کې ور سره اړیکي تاوجن شوي دي.

د پلار په څېر اورګاډی

ر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د کېم د سفر پر مهال د اورګاډي تمځي کې سخت امنیت نیول شوی.

د هغه اورګاډي انځورونه چې نیپون توکیو خبري شبکې خپاره کړل، د زېړو افقي خطونو شین رنګه ډبه یې ښودله.

نیپون ویل، دا اورګاډی د شمالي کوریا د پخواني مشر کیم جونګ ایل- چې د اوسني مشر پلار و- اورګاډي ته ورته دی، چې پر ۲۰۱۱ کال پکې بېجینګ ته تللی و.

چین ته د کیم جونګ ایل هغه سفر هم شمالي کوریا ته تر سنېدلو وروسته تایید شو.

عیني شاهدان هم وايي، چې د بېجینګ اورګاډي تمځي او شاوخوا ته یې ډېر پولیس درول شوي وو.

له دې مخکې په روانه میاشت کې د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر په سټاکهولم کې له سوېسي سیال سره لیدلي و.