شمالي کوریا د لویو وچو ویشتونکي توغندي ازمویلو ادعا کوي

ر

د عکس سرچینه، KOREA NEWS SERVICE

د عکس تشریح، ویل کېږي دغه توغندي په ۴۰ دقیقو کې ۹۳۰ کیلومتره واټن وهلی دی.

شمالي کوریا وايي، د اوږد واټن ویشتونکي "لویو وچو ویشتونکي توغندي کامیابه ازموینه" یې وکړه.

دا لومړی ځل دی چې پیونګ یانګ د لویو وچو ویشتونکي بالستیک توغندي د بریالۍ ازموینې دعوه کوي. دا توغندی د امریکا لویې وچې ویشتلو وړتیا لري.

له دې مخکې امریکا ویلي و، چې د شمالي کوریا دا توغندی د جاپان اوبو کې غورځېدلی او شمالي امریکا ته کوم خطر نه پېښوي.

د شمالي کوریا دغو توغندیزو ازموینو اندېښنې ډېرې کړې دي.

د دغه هیواد دولتي تلوېزون وايي، د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون په شتون کې هواسنګ ۱۴ توغندی وازم ویل شو.

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د شمالي کوریا دولتي تلوېزون د توغندي خبر خپروي او سوېلي کوریا خلک یې څاري.

سوېلي کوریا او جاپان وايي، شمالي کوریا نوی توغندی وازمویه.

د سوېلي کوریا د یونهاپ خبري اژانس د رپوټ له مخې شمالي کوریا د سې شنبې په سهار د دغه هېواد له لوېدیځ د جاپان سمندرګي په لور بالستیک توغندی وتوغاوه.

د جاپان خبري اژانس اېن اېچ کې هم وايي، ممکن دا توغندی د جاپان سمندرګي د جاپان انحصاري اقتصادي سیمه کې غورځېدلی وي.

د دواړو هېوادونو د خبري سرچینو په خبره، دغه توغندي په ۴۰ دقیقو کې د ۹۳۰ کیلومترو په اندازه واټن کچ کړ.

د جاپان د کابینې منشي هوشیهیندي سوګا له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي: "د شمالي کوریا دا ډول پرلپسې یرغلیزې هڅې د منلو نه دي، موږ یې غندو او سخت اعتراض کوو".

په ورته مهال د جاپان لومړي وزیر شینیزو ابې وايي، پر پیونګ یانګ د فشار اچولو لپاره له امریکا او سوېلي کوریا سره "نور هم نږدې کېږي".

هغه وايي په مسکو کې د روسیې او چین له لسمشرانو سره په لیدنه کې به له دواړو وغواړي چې "نور رغند رول ولوبوي".

د سوېلي کوریا نوي ولسمشر مون ژی هم د ملي امنیت شورا بېړنۍ ناسته بللې ده.

د متحده ایالتونو غبرګون

ر

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د جاپان تلوېزون دغه توغندي ازمویلو ته پراخ پوښښ ور کوي.

متحده ایالتونو هم د شمالي کوریا نوې توغندیزه ازموینه منلې ده.

د امریکا یو پوځي ویاند وايي، د لومړنیو ارزونو له مخې توغول شوی توغندی منځ واټنه و او شمالي امریکا ته یې خطر نه دی پېښ کړی.

ویل کېږي دا توغندی د شمالي کوریا له پانګهیوان هوايي اډې توغول شوی دی.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ټوېټر کې د شمالي کوریا وروستۍ ازموینه غندلې ده.

هغه د یوه پیغام په ټوېټولو سره ویلي: "شمالي کوریا همدا اوس یو توغندی وتوغاوه. ایا دغه کس په ژوند کې کوم ښه کار نشي کولی".

هغه زیاتوي چې د شمالي کوریا په مقاب لکې د جاپان او جنوبي کوریا د زغم باور کم شوی دی او هیله من دی چې د دغه هېواد په مقابل کې به چین سخته تګلاره غوره کړي.

ر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، شمالِ کوریا په وروستیو میاشتو کې خپل توغندیز پروګرام چټک کړی دی.

شمالي کوریا په وروستیو میاشتو کې خپل توغندیز پروګرام سخت کړی دی او دغه ګام یې د امریکا له سختو نیوکه سره مخ دی.

د پیونګ یانګ وروستۍ ازموینه د امریکا د خپلواکۍ ورځې په درشل او د شمالي کوریا د توغندیز پروګرام په هکلهد چین له ولسمشر او د جاپان له لومړي وزیر سره د ولسمشر ټرمپ له ټلیفوني خبرو یوه ورځ وروسته ده.

ټاکلې ده ډونلډ ټرمپ د دې اونۍ په پای کې د جي شل ډلې له مشرانو سره په جرمني کې وویني.

هغه ویلي چې د شمالي کوریا د توغندیز پروګرام په هکله یې د صبر کاسه ډکه شوې ده.