تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
چین ته د شمالي کوریا د مشر تګ تایید شو
له څو ورځو اټکل او ګومان وروسته ومنل شوه چې د شمالي کوریا مشر چین ته تللی دی.
روانه اونۍ له هغه وروسته د دې سفر په هکله ګنګوسې ډېرې شوې چې ځايي رسنیو په ځانګړي اورګاډي کې چین ته د یوه لوړپوړي چارواکي د ننوتلو خبره وکړه.
اوس د چین او شمالي کوریا چارواکي بېجینګ ته د ښاغلي کېم تلل تاییدوي.
دا پر ۲۰۱۱ کال واک ته تر رسېدلو راهیسې د نوموړي لومړنی بهرنی سفر دی.
شینهوا خبري اژانس رپوټوي چې ښاغلي کېم د چین له مشر شي جنپینګ سره "بریالۍ خبرې" درلودې.
د امریکا او شمالي کوریا د مشرانو لیدنه
دا سفر د امریکا او شمالي کوریا د مشرانو لیدنې ته د تیاري لپاره هم مهم ګڼل کېږي.
د امریکا ولسمشر تېره میاشت د شمالی کوریا له مشر سره د لیدنې لپاره بلنه ومنله.
شنونکو ویل، چې د ډونلد ټرمپ او کېم جونګ اون له لیدنې مخکې ښايي ښاغلی کېم او د چین ولسمشر سره وګوري.
ټاکلې ده د امریکا او شمالي کوریا مشران په مۍ میاشت کې سره وویني.
که ډونلډ ټرمپ او کېم جون اون سره وویني، دا به د دواړو هېوادونو د مشرانو لومړنۍ لیدنه وي.
ټاکلې ده ښاغلی کیم راتلونکي میاشت د سوېلي کوریا له ولسمشر مون جي- این سره هم وویني.
چین د شمالي کوریا خورا مهم سوداګریز ملګری دی.
اتومي بې وسلې کېدا ته ژمنتیا
شینهوا خبري اژانس وايي، ښاغلي کیم خپل چینايي سیال ته ډاډ ور کړی چې اتومي بې وسلې کولو ته ژمن دی.
د رپوټونو له مخې ښاغلي کېم ویلی، د کوریا ټاپووزمې اتومي بې وسلې کولو مسله اوارېدونکې ده:
"که سوېلي کوریا او متحده ایالتونه په ښه نیت زموږ هڅو ته ځواب ووايي، د سولې او ټیکاو حالت جوړ کړي او د سولې د پرځایښت لپاره همغږي او ورځ په ورځ زیاتېدونکي تدبیرونه غوره کړي"
د شمالي کوریا اتومي پروګرام له امریکا سره د دغه هېواد د تاوتریخوالي اصلي ټکی دی.
په ورته مهال ویل کېږي چې د چین ولسمشر شمالي کوریا ته د تګ بلنه منلې ده.
څو ورځنی سفر
د رپوټونو له مخې له خپلې مېرمنې- ري سول جو- سره د ښاغلي کېم دا ګډ سفر له یکشنبې تر چهارشنبې درلود.
د شمالي کوریا خبري اژانس کي سي اېن ای دا لیدنه له بېجینګ سره د پیونګ یانګ د اړیکو د لا ښه والي لپاره مهم ګام بللی دی.
یوه ورځ مخکې د جاپان رسنیو وویل، چې د شمالي کوریا د یو لوړپوړي چارواکي لېږدوونکی اورګاډی بېجینګ ته ورسېد.
د امریکا بلومبرګ رسنۍ هم له نومښودنې پرته د دریو سرچینو له خولې ولیکل چې دې اورګاډي کې د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون و.
چین د شمالي کوریا یواځنۍ مهم ملګری بلل کېږي، خو د اتومي پروګرام له امله یې وروستیو کې ور سره اړیکي تاوجن شوي دي.
د پلار په څېر اورګاډی
د هغه اورګاډي انځورونه چې نیپون توکیو خبري شبکې خپاره کړل، د زېړو افقي خطونو شین رنګه ډبه یې ښودله.
نیپون ویل، دا اورګاډی د شمالي کوریا د پخواني مشر کیم جونګ ایل- چې د اوسني مشر پلار و- اورګاډي ته ورته دی، چې پر ۲۰۱۱ کال پکې بېجینګ ته تللی و.
چین ته د کیم جونګ ایل هغه سفر هم شمالي کوریا ته تر سنېدلو وروسته تایید شو.
عیني شاهدان هم وايي، چې د بېجینګ اورګاډي تمځي او شاوخوا ته یې ډېر پولیس درول شوي وو.
له دې مخکې په روانه میاشت کې د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر په سټاکهولم کې له سوېسي سیال سره لیدلي و.