تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ډونلډ ټرمپ: د کیم جونګ اون لیدل به ویاړ وي
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، په مناسب وخت کې د شمالي کوریا له رهبر کیم جون سره لیدنه به یې د "ویاړ لامل" وګرځي.
هغه د دوشنبې په ورځ له بلومبرګ خبري اژانس سره په خبرو کې وویل: " که له هغه سره لیدنه مناسبه وي، هرومرو یې وینم، دا به د ویاړ خبره وي."
تر دې مرکې یوه ورځ وړاندې یې ښاغلي اون (ډېر ځیرک) انسان بللی و.
ټرمپ پر داسې مهال یادې څرګندونې کوي، چې په دا وروستیو کې د شمالي کوریا د اټومي پروګرام پر سر جنجالونو زور اخیستی دی.
د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر ویلي، واشنګټن غواړي شمالي کوریا ژر تر ژره خپلې پاروونکې کړنې بندې کړې.
ښاغلي ټرمپ د یونۍ (یکشنبې) په ورځ (سيبيایس) ته په خبرو کې اشاره وکړه چې ښاغلي اون په کم عمر کې له سختو خلکو سره تر ډغرو وروسته مشري تر لاسه کړې ده.
د شمالي کوریا رهبر دوه کاله وړاندې هغه مهال چې د واک پر ګدۍ کېناست، د خپلې ترور مېړه یې اعدام کړ، همدارنګه تورن دی چې ناسکه ورور یې هم د ده په امر وژل شوی دی.
شمالي کوریا د شنبې په سهار بل توغندی هم وازمویه. دا په تېرو دوو اونیو کې دویمه توغندیزه ازموینه وه. ویل کېږي دواړه توغندي په اسمان کې چاودلي دي.
ښاغلي ټرمپ (سيبيایس) ته زیاته کړې، که د توغنديو ازموینې زیاتې شي، نو دی به ډېر خوشاله نه وي.
د شمالي کوریا د اټومي پروګرام پر سر د لانجو له زور اخیستو سره سم، دواړه کوریاګانو پوځي مانورونه پیل کړي دي.
امریکا هم تېره اونۍ د جنوبي کوریا پر خاوره د شمالي کوریا د لنډ واټنو او منځواټنو توغندیو د توغونې د مخنیوي لپاره شنډوونکي سیستم (تاد) ځای پر ځای کړ.
شمالي کوریا له مودو لټه کوي اټومي خولۍ جوړې او د امریکا د په نښه کولو لپاره یې پر اوږدواټنو توغنديو سپرې کړې.