د کالیفورنیا ایالتي جرګې غړې پر جنسي ځورونه تورنه شوه

د عکس سرچینه، California Assembly
د امریکا د کالیفورنیا ایالت د ایالتي جرګې ډیموکراټه غړې کریسټینا ګارسیا پخپل کار ځای کې د خپلو همکارانو په جنسي ځورونه تورنه شوې ده.
پر کریسټینا ګارسیا د جنسي ځورونې تورونه وروسته له هغې پورې شول چې ټایم مجلې د نوموړې عکس د (#زه هم) یا (#مي ټو) غورځنګ د پیاوړو ښځو په نوملړ کې خپور کړ.
پر هغې د جنسي ځورونې لومړی تور د خپل پخواني همکار ډانیل فیرو له خوا پورې شو.
پر کریسټینا ګارسیا د جنسي ځورونې له تورونو لګېدو سره جوخت، د هغې درېیم همکار هم نوموړې تورنه کړه چې په کار ځای کې یې ور سره ناوړه چلند کړی دی.
د اغلې ګارسیا دغه پخوانی همکار ډیوېډ جان کرنیک وايي، له ما یې وغوښتل چې له هغې سره د ( ما ښکل کړه) تفریحي لوبه وکړم.
نوموړي زیاته کړې، کله یې چې د خپلې مشرې غوښتنه رد کړه، نو لومړی یې خپلې رییسې وراټه او بیا دوه ورځې وروسته له خپل کاره وشړل شو.
د (ما ښکل) تفریحي لوبه داسې کېږي چې د لوبې برخه وال دایره جوړوي. بیا د دایرې منځ کې یوه بالتۍ چورلوي. د بالتۍ مخه چې د هر چا پر لور شوه نو هغه کس او د بالتۍ چورلوونکی باید په ګډه په دایره کې ناست کسان ښکل کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلي کرنیک زیاته کړې، دغه پېښه ور سره په ۲۰۱۴ کال کې وشوه او هغه یې په اړه محکمې ته شکایت هم کړی دی.
د کرنیک په خبره، له اغلې ګارسیا سره کار کول له اندېښنې خالي نه و. هغې به د کار پر مهال ډېرې باریکې کلمې کارولې او له ده سره یې د نامناسبه مسلو په اړه خبرې اترې کولې.
پر اغلې ګارسیا د جنسي ځورونې لومړنی مدعي ډانیل فیرو وايي، د ۲۰۱۴ کال د فوټبال په لوبه کې یې هڅه کوله د هغه د پښو منځ ته لاس ور وړي.
ښاغلي فیرو ویلي، هغه مهال یې عمر ۲۵ کاله و.
اغلې ګارسیا پر دې لګېدلي تورونه رد کړي او په داوطلبانه ډول یې له خپل کارځایه له معاش پرته رخصتي اخیستې ده.
اغلې ګارسیا دغو تورونو ته په پیل کې نه منونکی غبرګون وښود او ویې ویل، ورته چلند یې له اخلاقي ارزښتونو سره برابر نه دی.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
خو کله چې د هغې د جنسي ځورونې په اړه د مدعیانو شمېر په ډېرېدو شو، نو پر خپله ټوېټر پاڼه یې ولیکل، له معاش پرته یې خپل کار پرېښي او په رخصتۍ روانه ده:
"د جنسي ځورونې هر تور باید جدي وپلټل شي."
پر اغلې ګارسیا د جنسي ځورونې تورونه پر داسې مهال لګېدلي چې موده وړاندې هغې پخپله له نیویارک ټایمز سره خبرو کې وویل، ډېر ځله د جنسي ځورونې قربانۍ شوې ده.









