اتمې ښځې هم د جورج بوش پلار له خوا جنسي ځورونه افشا کړه

په دې انځور کې ژباړنه مېرمن د امریکا د پخواني ولسمشر ترڅنګ ولاړه ده

د عکس سرچینه، Supplied

د عکس تشریح، په دې انځور کې ژباړنه مېرمن د امریکا د پخواني ولسمشر ترڅنګ ولاړه ده
    • Author, کریس بل
    • دنده, بي بي سي

یوې ژباړنې له بي بي سي سره په مرکه کې په ۲۰۰۴ کال د خپلې یوې "ترخې" تجربې په اړه ویلي او دا یې افشا کړې چې په یاد کال د یوې ناستې پرمهال د امریکا د هغه ولسمشر جورج ایچ ډبلیو بوش دوه ځلې په نامناسب انداز د دې ملا ته لاس وروړی.

دغې ژباړنې چې نه غوښتل نوم یې په ډاګه شي، ویلي په دې وخت کې د جورج ډبلیو بوش د ولسمشرۍ د ولسمشرۍ د لومړي پړاو وروستۍ ورځې وې، اسپانیا کې د خوزه زاپاترو ګوند واک ته رسېدی و او دغه هېواد په ناڅاپي ډول خپل ټول پوځيان له عراقه ورغوښتي وو چې دې مسلې د سپینې ماڼۍ او د اسپانیايي دولت ترمنځ اړیکي ترینګلي کړي وو.

لکه څرنګه چې دغه ژباړنه وايي، په دې ورځو کې بوش (پلار) اسپانیا ته د ښکار لپاره تللی و او د اسپانیا د هغه وخت دفاع وزیر خوزه بونو مارټینز له خوا د بوش د اوسېدو ځای ته د ښکار دوه ټوپک له یوه پلاوي سره د ډالۍ په توګه وراستولي وو.

که څه هم دغې ښځې د یادې ناستې منځپانګه د "محرمیت" له کبله نه ده افشا کړې، خو رپوټونو کې ویل شوي چې د اسپانیا دفاع وزیر بوش ته ددغو ډالیو په استولو سره د مادرید او واشنګټن ترمنځ د اړیکو د ښه والي هیله درلوده.

رازلین کاریګن (کیڼ لاس ته) په دې انځور کې له خپلې مور او ترڅنګ یې جورج بوش پلار په یوه یادګاري عکس کې ـ ۲۰۰۳

د عکس سرچینه، Courtesy of Corrigan Family/ Time Magazine

د عکس تشریح، رازلین کاریګن (کیڼ لاس ته) په دې انځور کې له خپلې مور او ترڅنګ یې جورج بوش پلار په یوه یادګاري عکس کې ـ ۲۰۰۳

په دې کتنه کې د ژباړنې په وینا، د ناستې پای کې جورج بوش (پلار) ټینګار کاوه چې د یادګاري انځور اخیستو لپاره دغه ښځه دده ترڅنګ ودرېږي؛ چې دا کار ددغې ښځې لپاره په "دود" کې نه و:

"لومړی مې فکر کاوه چې په تېروتنه یې زما پر ملا لاس تېر کړ، خو کله یې چې دویم ځل هم دا کار وکړ، پوه شوم چې قصداً دا کار کوي".

دا اتمه ښځه ده چې جورج بوش (پلار) په جنسي ځورونې تورنوي.

په دې انځور کې جورج بوش پلار له خپلې مېرمنې باربارا سره په ۲۰۰۴ کال کې هغه مهال اخیستل شوی، چې نوموړی په ویلچر کې نه ګرځېده

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په دې انځور کې جورج بوش پلار له خپلې مېرمنې باربارا سره په ۲۰۰۴ کال کې هغه مهال اخیستل شوی، چې نوموړی په ویلچر کې نه ګرځېده