لویه څارنوالي: د دوستم دوسیه محکمې ته وسپارل شوه

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, محفوظ زبیدی
- دنده, بي بي سي افغانستان
د افغانستان لویه څارنوالي وايي، د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم دوسیه یې محکمې ته سپارلې ده.
دوستم د جوزجان د پخواني والی احمد اېشچي پر جنسي ځورونه تورن دی.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي د بي بي سي له خبریال محفوظ زبیدي سره په خبرو کې وویل، چې د قانوني پړاوونو لپاره محکمې ته سپارلې ده.
"د افغانستان لویې څارنوالۍ د ولسمشر د لوړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په تړاو د بد چلند او جنسي ځورونې دوسیه محکمې ته وسپارله".
د ملي جنبش ګوند پخواني مرستیال او د جوزجان پخواني والي احمد اېشچي نوموړی پر انسان تښتولو بد جنسي چلند تور کړی دی.
احمد اېشچي نژدې اته میاشتې مخکې ادعا وکړه، چې ښاغلي دوستم او ساتونکو یې د جوزجان مرکز شبرغان کې وتښتاوه او بد جنسي چلند یې ور سره وکړ.
له هغه وروسته د افغانستان لویې څارنوالۍ د دې مسلې دوسیه پرانیسته.
د جنرال دوستم ویاندان دا تورونه ردوي او وايي، د ولسمشرلومړي مرستیال پرضد سیاسي دسیسه جوړه شوې.

د عکس سرچینه، .
اوس پر دې دوسیه کار کېږي او د ښاغلي دوستم ساتونکي د دې دوسیې په تړاو د څېړنو لپاره لویې څارنوالۍ ته تللي، خو پخپله نه دی چمتو شوی.
محکمې ته د دې دوسیې د سپارلو په هکله د لویې څارنوالۍ دا ګام په داسې مهال دی چې په کابل کې د امریکا سفارت پرون د دوستم او اېشچي د دعوا په هکله څرګندونې کړې.
په کابل کې د امریکا سرپرست سفیر وویل، چې نړیواله ټولنه او د افغانستان خلک د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم د دوسیې د څېړلو ملاتړ کوي.
د هوګو لارنس په خبره، د جنرال دوستم په وړاندې د جنسي ځورونې او ناوړه ګټې اخیستنې تورونه په بشپړ ډول جدي دي.
"زما حکومت، نړیواله ټولنه او د افغانستان خلک د ولسمشر د لومړي مرستیال دوستم او د هغه د ملګرو د قضیې په تړاو د روانو جدي پلټنو او ممکنو قانوني ګامونو اوچتولو ملاتړ کوي".
پر جنرال دوستم تور دی چې خپلو کسانو ته یې د خپل سیاسي سیال احمد اېشچي د وهلو، جنسي ځورولو او سپکاوي امر یې کړی و.
دا ګام په داسې مهال دی چې جنرال دوستم پخپله په ترکیه کې دی.
نوموړي څه مهال مخکې د بلخ له والي او د اجراییه ریاست دویم مرستیال سره ایتلاف جوړ کړ.

د عکس سرچینه، Enayat Farahmand Facebook









