د جنرال دوستم د زوی کوژدې مراسمو کې سیاسي ټلواله؟

د عکس سرچینه، Enayat Farahmand
- Author, هارون نجفي زاده
- دنده, بي بي سي
کله چې جنرال عبدالرشید دوستم نهه میاشتې وړاندې جوزجان ولایت کې د خپلې لور ای جمال دوستم د واده مراسم جوړ کړي وو، عطاء محمد نور او محمد محقق نه یوازې له ګاونډي مزار شریف ښار نه جوزجان ته ولاړل نه، بلکې ان ضروري یې ونه ګڼله چې دغه پخواني سیاسي سیال ته د مبارکۍ پیغام واستوي.
خو د افغانستان سیاسي تحولات د هر بل وخت په څېر اوس دومره چټک دي چې ان ۹ میاشتې وروسته هم د جنرال دوستم د زوی باتور د کوژدې مراسمو ته د افغانستان د شمال د مشرانو پښې تر انقرې وڅښېدې.
ښکاري یوازې یو شی د ولسمشرۍ د لومړي مرستیال جنرال دوستم، د بلخ والي عطاء محمد نور، د اجراییه رییس د مرستیال محمد محقق، د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین رباني او د مخکېني ولسمشر د مرستیال احمد ضیاء مسعود د راغونډېدو لامل شوي چې هغه په عامه ژبه "بده ورځ" ده.
د ملي اسلامي جنبش، جمعیت اسلامي، حزب وحدت اسلامي مشران چې تر ډېره ځانونه د درو لویو قومونو (ازبک، تاجک او هزاره وو) مشران ګڼي او د بې اتفاقۍ او اتفاق دواړو ښکاره مخینه هم لري، یوځل بیا د ترکیې انقره کې د جنرال دوستم د زوی کوزدې مراسمو کې سره راغونډ شوي چې د خپلو سیاسي چارو د مخته وړلو او د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د هغوی د "فشار او ګوښه کولو" پر وړاندې یوه ټلواله جوړه کړي.
په ترکیه کې د افغانستان د دریو لویو سیاسي ګوندونو ترمنځ دغه لیدنه د دوی د نژدې کسانو ترمنځ له ارزښتناکو ډالیو ورکولو او ترلاسه کولو وروسته د باور جوړونې په موخه ترسره شوې.
د افغانستان دغه بانفوذه سیاسي څېرې که څه هم په دولت کې دي او جګپوړي مشران او د ولسمشر اشرف غني د ملي یووالي حکومت په چوکاټ کې مهم غړي دي، خو ورو ورو یې له ولسمشر سره واټن او اختلاف ډېر شوی چې بالاخره اوس د ولسمشرۍ ماڼۍ پر وړاندې د یوې واحدې جبهې رامنځ ته کولو په درشل کې دي.
"لوړ الوت"
د دوستم د نارامۍ لامل د لومړي مرستیال د واکونو کمولو او بیا د احمد ایشچي د جنسي ځورونې د تور د دوسیې له کبله ده چې ولسمشر غني د دوستم او ایشچي ترمنځ د شکایت کوونکي خوا ونیوه.

د عکس سرچینه، Enayat Farahmand
د صلاح الدین رباني د اختلاف ټکی بیا د ولسمشرۍ له خوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د مرستیال استازي په ګډون د دیپلوماتانو، د ټاکنیزو کمیسیونونو د مخکینیو مشرانو د غوراوي، د سفیر له کچې د ټیټ پوړو ټاکنو او په ټوله کې بهرنیو چارو وزات کې د اصلاحاتو راوستلو په تړاو د هغوی د بېلابېلو لیدلورو او بیا هم د وزیر تر لاس لاندې میرانو ته د وزیر د واکونو د لېږدولو له کبله و.
عطاء محمد نور هم مخکې له دې چې له دوه کلن سیاسي اړدوړ وروسته د دویم ځل لپاره د بلخ والي شي، د ملي یووالي حکومت د سیاسي هوکړې د عملي کولو د څرنګوالي په تړاو یې له ولسمشر سره د "لوړ الوت" خبرو پړاو تېر کړی چې بالاخره په غافلګیرانه ډول پر ځمکه ولګېد او د ارګ له سترګو ټیټ وګڼل شو.
ښاغلي نور د تېر کوچني اختر د لمانځه مراسمو تازه څرګندونو کې ـ چې بلخ کې وو ـ د دولت پروړاندې د "خطرناکو او پراخو مدني خوځښتونو" خبرداری ورکړ.
محمد محقق هم خپل مقام کې د بې صلاحیته کېدو او د وزیرانو د تشریفاتي کېدو له اړخه شکایت کوي. هغه ترکیې ته له سفر وړاندې له عطاء محمد نور سره کتلي او پر خپل فیسبوکپاڼه یې هم لیکلي وو چې: "حکومت د مطلقې دیکتاتوري پاچاهۍ بڼه غوره کړې. له بودیجې تر ګومارنې پورې په ملکي او پوځي ادارو کې ټول صلاحیتونه ان د یوه ټیټ پوړي مامور او د پولیسو د حوزې د امر تر کچې پورې د یوې کړۍ په لاس کې دي. دوه درې باقدرته وزیران چې د قدرت د هرم سر کې نژدې دي، د ټولو وزارتونو اختیارات لري او نور وزیران ان پخپلو وزارتونو کې هم صلاحیت نه لري."
کابل کې د وروستیو اونیو د سیاسي اعتراضونو او اړدوړ هم ددغو مشرانو یوځای کېدو ته یوڅه لاره هواره کړه.
د ملي یووالي حکومت په تېرو دوو نیمو کلونو کې چې د ناامنیو له څپو او سیاسي بې ثباتۍ د تېرېدو درشل کې و، اوس له یوې لویې ستونزې سره لاس او ګرېوان دی. دغه دروند سیاسي وزن چې د "قومي رایو بانک" باندې مشهور دی او تر ډېره د ټولو د هڅولو توان لري، که مخالفتونو راوځي، سیاسي ثبات به مخکې له مخکې مات شي.

د عکس سرچینه، AFP/Getty
خو د هغوی له ځینو سلاکارانو سره د بي بي سي د ترسره شویو خبرو پربنسټ، له احمد ضیاء مسعود پرته چې د ژر ټاکنو ترسره کېدو غوښتونکی دی او د ملي یووالي له حکومته یې واټن ډېر شوی، نور د حکومت د ړنګېدو په لټه کې نه دي او خپلې غوښتنې یې په دې پړاو کې د نظام پر اصلاحاتو متمرکزې کړې دي.
د شمال د مشرانو دوې موخې
جنرال دوستم ته یوې نژدې سرچینې چې د اوسنیو خبرو د دوام له کبله نه غواړي نوم یې واخیستل شي، له انقرې راته وویل، د افغانستان د شمال مشران دوې موخې لري: "ټولو درک کړې چې د یوه سړي (اشرف غني) په لاس کې د واک منحصرېدو ستونزه په یوازې سر نه حل کېږي او باید سره یوموټی شي؛ د حکومت په ټولوبرخو کې مهم اصلاحات، د قومونو واقعي مشارکت او پر یوې کړۍ پورې د واک محدودیت او بالاخره د عدالت تامین یې لومړۍ غوښتنه ده."
د سرچینې په وینا، ددغو مشرانو بل هدف دا دی چې د اسلامپالو سخت دریځو د خطر پر وړاندې چې د هېواد شمال او شمال ختیځ کې ګواښي، سره یوموټی شي او له خپلو ولایتونو دفاع وکړي.
په وروستیو میاشتو کې د طالبانو د فعالیتونو د ډېرېدو سربېره، د افغانستان شمال او شمال ختیځ کې د "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې او نورو اسلامپالو سخت دریځو ډلو د فعالیتونو ډېرېدو رپوټونه ورکړل شوي دي.
له پښتون پرته د لویې ټلوالې جوړېدل
خو د افغانستان سیاسي مشرانو له لیده یو بل بنسټیر بحث هم ددغو مشرانو ترمنځ مطرح شوی دی. یو بل سلاکار چې ددغو مشرانو د مقدماتي ناستو پرمهال موجود و، وايي د قدرت هرم په سر کې چې دوی موجود وو، له ټولو یې د ابزاري چلند څرنګوالی شړېدلی و.
د هغه په وینا، له یوه جلا ټیم نه د دوی هدف دوو راتلونکو کلونو کې د نا پښتنو څېرو په یوه چوکاټ کې د نورو ټولو قومونو د یوې لویې ټلوالې جوړېدل دي.

د عکس سرچینه، Reuters
په ۲۰۰۱ کال د بُن کنفرانس کې د ګډونوالو منځ کې نالیکلې هوکړه رامنځ ته شوه چې پربنسټ یې د افغانستان اصلي واک په تېره یوه نیمه لسیزه کې پرله پسې ډول د یوه پښتون تکنوکرات مشر په لاس کې پاتې شو، خو د ولسمشرۍ مرستیالي پر دوو لویو قومونو ووېشل شوه او د کابینې پوستونه هم د قومونو پربنسټ تقسیم شول.
تر ننه د ډېری افغان سیاستوالو باور دا و چې د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره مشرتابه ټاکل شوی چې باید د لوېدیځ له ملاتړه برخمن وي، له پښتون قوم نه باید داسې څوک وي چې په دودیز ډول د افغانستان چارې سمبالې کړي او د افغانستان نورو قومي ډلو ته د مشارکت له لارې خپل ملاتړ پیاوړی کړي.
د دغو دودیزو افغان مشرانو د سیاسي فعالیتونو تاریخ کې لنډمهالو موخو ته د رسېدو لپاره ټلوالې او د ټلوالو پاتې راتلل اوږده مخینه لري او ډېری دا ډول جوړښتونه د یوې ډلې یا ښاخ د ګټې او زیان پربنسټ ړنګ شوي دي.
تر ټولو جالبه بېلګه یې د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ ټاکنې وې، چې جنرال دوستم، احمد ضیاء مسعود، عطاء محمد نور او محمد محقق د "ټاکنیزې ټلوالې" په چوکاټ کې څو ټوټې شول او هر یوه یې د خپلې خوښې د نوماند د ممکنه بریالیتوب په پار د خپلو رقیبانو لمن پر سر اړول غوښتل.
هغه مهال ویل شوي وو چې زلمي خلیلزاد، انوار الحق احدي، اشرف غني او ځینو نورو تکنوکراتانو له دغو مشرانو سره څو ځلې لیدلي وو او هغوی ته یې خبرداری ورکړی و چې ټلواله به یې د قومونو د ښکر په ښکر کېدو او افغانستان کې د بې اتفاقۍ لامل وګرځي.
د ۲۰۱۴ ولسمشریزو ټاکنو پرمهال له دغو مشرانو یوه یې له سیاسي څارونکو پوښتلي وو چې د دوی په اند کوم کاندید د لوېدیځ له ملاتړه برخمن دی چې دوی له هغه سره خوله خوږه او ایتلاف وکړي.

د عکس سرچینه، Rabani
دا ځل هم عطاء محمد نور چې په دوی کې تر ټولو ډېر ځواکمن دی، ځان ته دوې لارې غوره کړې دي؛ هغه څه موده وړاندې ما ته خبرو کې وویل، راتلونکو ټاکنو کې یا خپله ولسمشریزو ټاکنو ته ځان نوماندوي او یا هم مرستیال کاندید د بریا تر کچې رسوي.
ولسمشر ته خپله توره برېښول
خو تر همدې ځایه، د اشرف غني د دولت لپاره د شمال د مشرانو مانوره چې په حقیقت کې دوی د دولت جګپوړي چارواکي هم دي، د هغه [اشرف غني] پروړاندې خپله توره برېښول غواړي، په ښکاره یې سیاسي لښکرکشي کوي، چې دوی ته خپل دا عمل سخت تمام شوی.
د ټول شموله ملي اجماع او حکومت ناره د ولسمشر اشرف غني تکراري خبره ده. خو د واک منحصر ګڼونکي چې په عین حال کې د شمال له قدرت لرونکو مشرانو دي له ارګه د واټن ډېرېدل ورځ په ورځ ګران تمامېږي.

د عکس سرچینه، UN
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند شاه حسین مرتضوي ددغو تورونو په اړه وايي:
"لومړی په کابینه، امنیت شورا او ارګ شورا کې د ملي یووالي د حکومت د مشرانو، وزیرانو او د خپلواکو رییسانو په ګډون حضور لري. یو کس په انفرادي ډول په هېڅ مسله کې پرېکړه کوونکی نه دی. ولسمشر یوازې د رهبرۍ او ډلبندۍ رول ادا کوي. ټولې هغه نیوکې چې دوی یې رسنیو کې کوي، که په تخصصي ډول د میز پر سر کښېښودل شي، یا خپل وړاندیزونه او مشخصې حل لارې وړاندې کړي، ستونزې په سمه توګه حلولی شي. هغه که له سیاسي اړخه وي یا قومي او ګوندي، د تصمیم نیونې بنسټونو کې جوړښت متوازن دی."
داسې ښکاري تر هغه چې ترکیه کې د باتور دوستم د کوزدې مېله پای ته رسېږي، ښايي د افغانستان د شمال د مشرانو د سیاسي واده برخلیک هم نهايي شي.
که دا په پام کې هم ونه نیسو چې د دغو مشرانو خپلوان ډاډ ورکوي چې د اشرف غني په مشرۍ د ملي یووالي حکومت له پښو غورځولو ته لیوال نه دي، بیا هم د داسې جبهې نفس به د افغانستان ماتېدونکی سیاسي حالت تر پخوا لا ډېر بې ثباته کړي.
په افغانستان کې د سیاسي مخامختیا دوام به چې هسې هم له زرګونو مسلو سره لاس او ګریوان دی، د ملي یووالي حکومت مشرانو د ټاکنیزو ژمنو له عملي کېدو سره به هېڅ مرسته ونه کړي.










