نور: ژر به له ولایته د استعفا پرېکړه وکړم

د عکس سرچینه، FB
د افغانستان شمالي بلخ والي عطاء محمد نور د نوروز مراسمو کې وویل، د بلخ له والیتوبه به ژر د استعفا کولو پرېکړه وکړي.
عطاء محمد نور د ۱۳۹۶ کال د نوروز مراسمو ته په وینا کې وویل، له ولایته استعفا یې له ولسمشر محمد اشرف غني سره د خبرو پر پایلو پورې تړلې او اوسمهال د ولسمشر ژمنو ته د عملي کېدو په تمه دی.
په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې ښاغلي نور د عبدالله عبدالله ملاتړ کاوه، خو په وروستیو میاشتو کې یې ښاغلی عبالله د ملي یووالي حکومت د هوکړې د مادو اجرا کولو کې پاتې وباله.
په وروستیو کې ښاغلي نور د جمعیت اسلامي ګوند په استازتوب له ولسمشر غني سره مستقیمې خبرې پیل کړې چې په وینا یې پایلې به یې تر نوروزه په ډاګه شي.
ښاغلي نور نن وویل، د استعفا یو شرط یې د هغې هوکړي عملي کېدل ديو چې په پام کې ده ولسمشر غني یې له جمعیت اسلامي ګوند سره لاسلیک کړي.
عطاء محمد نور زیاته کړه، د خپلې استعفا په اړه به له قومي مشرانو، او خپلو سیاسي او فکري انډیوالانو سره مشوره وکړي.
نوموړي وویل، د استعفا یو لامل یې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته چمتووالی نیول دي.

د عکس سرچینه، .
عطاء محمد نور له ۲۰۰۴ تر ۲۰۱۴ کال پورې د بلخ والي پاتې شو، خو کله چې ولسمشر غني په ۲۰۱۴ کال ولسمشر شو، ښاغلی نور یې د بلخ د سرپرست والي په توګه وګوماره.
ښاغلي نور څو کاله د بلخ د سرپرست والي په توګه دنده مخته وړله، خو د ۱۳۹۵ کال د کب پر لومړۍ له ولسمشر غني سره تر خبرو وروسته ښاغلی نور د بلخ د والي په توګه وټاکل شو.
ښاغلي نور د کب پر ۲۳مه، د ملي یووالي حکومت اجراییوي مشر عبدالله عبدالله "بې زړه، ناتوان او مذبذب" وباله چې په وینا یې خپل "ځان عقل کل" ګڼي.
عبدالله عبدالله، وايي، د ښاغلي عطاء وروستۍ خبرې "بابیزه" دي.









