اشرف غني: د ځان لپاره د امتیاز ګټلو وخت تېر دی

اشرف غني

د عکس سرچینه، Arg

د عکس تشریح، اشرف غني وايي، د افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره قربانۍ ته اړتیا ده.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانانو د جهاد ۲۵ کلیزې د بریا لمانځغونډې ته په وینا کې پر سیاسي پاړکي غږ وکړ چې نور د ځان لپاره د امتیاز ګټلو وخت نه دی.

د ښاغلي غني په خبره، سیاستوال باید دا خبره ومني چې د هېواد د تاریخي شان او عظمت د ساتلو او د اوسنو او راتلونکو نسلونو د حقونو د ګټلو لپاره د ایثار او فداکاري موقع ده.

نوموړي په خپله وینا کې پر اداري سمون هم ټینګار وکړ: ''خلک اصلاحات غواړي او د بنیادي اصلاحاتو لپاره هم لازم ظرفیت شته او هم اراده شته، د ملي وحدت حکومت ټینګه اراده لري چې اصلاحات ترسره کړي،موږ که په راتلونکې دوه کلنه موده کې د بنیادي اصلاحاتو په چاره کې خدای مکړه تعلل وکړو او د یو جدي او فوري ضرورت په سترګه ورته ونه ګورو، نو بیا دا خطر شته چې راتلونکي څلور نسلونه هم په بحران کې واوسي او دا حالت په هېڅ وجه د منلو وړ نه دی."

د اشرف غني دا خبرې له هغه وروسته دي چې د جمعې په ورځ په ښه حکومتولۍ کې د نوموړي پخواني ځانګړي سلاکار احمد ضیاء مسعود د واک پر انحصارولو تورن کړ.

نوموړي له خپلو پلویانو وغوښتل چې له حکومت سره پریکون اعلان کړي او د همغږۍ له لارې ولسمشر استعفا ته اړ او د موقت حکومت رامنځ ته کیدو ته لاره هواره کړي.

ولسمشر غني د اپرېل پر اتلسمه د یوه فرمان په صادرولو سره احمد ضياء مسعود په خپلو چارو کې پر پاتې راتللو تورن او له دندې ګوښه کړ.

د فساد ضد مبارزه

هغه یو ځل بیا د اداري فساد د له منځه وړلو ژمنه وکړه او زیاته یې کړه، چې افغان ملت د فساد د زغملو حوصله نه لري او فاسد باید په هیڅ عنوان تبریه نه شي:

اشرف غني دا هم وویل، چې د ولسمشرۍ او ولسي جرګې ټاکنې به پر خپل وخت کېږي.

د عکس سرچینه، Arg

د عکس تشریح، اشرف غني دا هم وویل، چې د ولسمشرۍ او ولسي جرګې ټاکنې به پر خپل وخت کېږي.

"تېره اونۍ چې د شاهین قول اردو د زخمیانو پوښتنې ته ورغلم، کابو هر زخمي سرتیري جدا، جدا راته وویل چې د فساد او بې نظمي مخه دې ونیول شي".

د نوموړي په خبره، د افغانستان د وروستیو څو لسیزو یو مهم درس دا و چې له بحران څخه د راوتلو لپاره، لازمه ده "چې قانون ته وفادار، ملت محوره او مضبوط دولت ولرو".

ولسمشر غني په نننۍ وینا کې دا هم وویل، چې د ولسمشرۍ او ولسي جرګې ټاکنې به پر خپل وخت کېږي او نه به ځنډېږي.

افغان ولسمشر زیاته کړه، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون له قانون سره سم په خپلو چارو کې استقلال لري او حکومت په ټولو هغو برخو کې چې مرسته او مشوره لازمه ده، همکاري ور سره کوي.