فارياب کې د جنرال دوستم د موټرو پر کاروان برید شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
وسله والو طالبانو په يوه ناببره کمين کې د افغان ځواکونو يو کاروان په نښه کړی چې جنرال دوستم هم په کې غورماچ ولسوالۍ ته روان و.
د افغانستان ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشيد دوستم له بي بي سي سره په خبرو کې وويل، "هغو کسانو چې نن يې پر ما بريد وکړـ د پوليسو جامې يې پر تن وې".
نوموړي زياته کړه: "زه خبر يم دوی د غورماچ په څنډو کې دوه موټر له بارودو ډک کړي وو چې بريد راباندې وکړي."
د فارياب د غورماچ ولسوالۍ سقوط او دلته د حالت د خرابېدو سره تېره ورځ د ۲۰۹ شاهين قول اردو د قومندان جنرال محمد کټوازي تر مشرۍ لاندې چاڼيز عمليات پيل شوي چې جنرال دوستم يې هم څارنه کوي.
ښاغلی دوستم وايي، "په دریو یا څلورو ورځو کې به دښمن ته سخته ماته ورکړو. ټول غورماچ اوقیسار به له طالبانو پاکوو او خپلې قطعې به داسې ځای پر ځای کوو چې هغه پخوانۍ تېروتنې بیا تکرار نشي. "
وړاندې د فارياب د پوليسو وياند کريم يورش بي بي سي ته وويل چې د دغو عملياتو په لومړۍ ورځ يې "۳۵" وسله وال وژلي او هغه ټانکونه يې له منځه وړي چې وسله والو نيولي وو.
نوموړی وايي ۷۰ تنه وسله والو ټپيان دي چې بهرنيان هم په کې شته. دی وايي د افغان ځواکونو شپږ سرتېري په دغو نښتو کې وژل شوی.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو بلخوا وسله وال طالبان په يوه لېږلې خبرپانه کې ادعا کوي چې په دغو نښتو کې يې افغان ځواکونو ته درنه مرګژوبله اړولې او ويلي يې دي چې د دوی يوازې دوه جنګيالي وژل شوي دي.
فارياب تېر کال هم له ورته امنيتي ننګونو سره مخ و چې هغه مهال هم جنرال دوستم د افغانستان شمال ته ولاړ او د وسله والو پر وړاندې له جګړې يې څارنه کوله.
اوس چې يو ځل بيا وسله وال طالبان په دې توانېدلي چې يو شمېر سيمې لاندې کړي جنرال دوستم بيا فارياب ته تللی او هوډ يې ښودلی چې د دغه ولايت سيمې به له وسله والو طالبانو پاکې کړي.
همدا ډول، تېره ورځ جنرال عبدالرشيد دوستم خبري رسنيو ته ویلي وو چې د ځينو اطلاعاتي راپورونو پر بنسټ "اسلامي دولت" نومې ډله (داعش) پلان لري د افغانستان په شمال کې ځای پر ځای شي.
نوموړی ويلي وو، داعش غواړي افغانستان او سيمه ناامنه کړي. د ده په وينا دغه کسان د "تاجکستان، ازبکستان، قرغيزستان، روسيې، چيچينا او يا منځنۍ اسيا اوسېدونکي دي، چې وړاندې له "اسلامي دولت" نومې ډلې سره يو ځای شوي او پلان لري چې د روان کال پسرلي کې افغانستان کې ځای پر ځای شي."








