د افغانستان حکومتي ادارو کې جنسي ځورونه

د خپريدو وخت: 10:11 گرینویچ - جمعه 15 مارچ 2013 - 25 کب 1391

د نارینه وو له لوري د ښځینه وو ځورونه په ټوله نړۍ کې شته.

د افغانستان د سیمه ییز ارګانونو ادارې په خپلو ادارو کې له جنسي پلوه د ښځینه کار کوونکو ځورونې د مخنیوي لپاره نوی لارښود جوړ کړی دی.

دا لومړنی اقدام دی، چې د افغانستان په حکومتي ادارو کې د ښځینه کار کوونکو د ځورونو د مخنیوي لپاره دغسې لارښود رامنځ ته کیږي.

په دغه لارښود ویل شوي، چې له جنسي پلوه د ښځینه کارکوونکو ځورول ناقونونه کار دی او که هرڅوک دغه کار وکړي، سزا به ویني او له دندې به هم ګوښه کیږي.

په دغه لارښود، هر هغه کار، حرکت او یا هم خبرې چې ښځینه کارکونکې یې د ځان لپاره سپکوونکې ګڼي، جنسي ځورونې بلل شوې دي.

خو د افغانستان په حکومتي ادارو کې د دغه ډول ځورونو ساحه څومره پراخه ده او ښځینه کار کونکې کولای شي، د جنسي ځورونو په اړه خپلو چارواکو ته شکایت و کړي؟

په کابل کې زموږ همکار حفیظ الله معروف د اوونۍ په ځانګړې رپوټ کې همدې موضوع ته کتنه کړې ده.

د افغانستان په دولتي ادارو کې ځینې ښځینه کارکوونکې د جنسي ځورونو، بې ځایه خبرو او د توهینوونکو څرګندونو له وېرې د خپلو وظیفو پرېښودولو ته اړه کیږي.

په ځینو ادارو کې ښځینه کار کوونکې د یوشمېر کسانو له خوا داسې ځورول کېږي، چې ان په مستقیم او یا هم په غیرې مستقیم ډول د جنسي اړیکو تمایل ته یې په زوره هڅوي.

که څه هم په افغانستان او نوره نړۍ کې د ځینو نارینه وو له خوا د ښځینو د ځورولو مساله نوې خبره نه ده، خو د افغانستان په دولتي ادارو کې داسې ځانګړې سرچینې تر اوسه نه وې رامنځ ته شوي، چې ښځینه کارکوونکې د جنسي او نورو ځورونو شکایتونو ورته وړاندې کړي.

"لومړی اغېز یې دا دی، چې تر ډېره ښوونځیو او پوهنتون ته د نجونو د تګ مخه نیسي، له دېرشو تر پنځوسو فیصدو پورې د دوی په تګ راتګ اغېز کوي"

پلوشه حسن

خو اوس د افغانستان د سمیه ییزو ارګانونو ادارې د لومړي ځل لپاره داسې لارښود جوړ کړی، چې موخه یې په خپلو دفترونو کې د ښځینه کارکونکو پروړاندې دهر ډول ځورونې مخنیوی ښوول شوی دی.

د دغې ادارې د رسنیو د برخې له مسوول محمد انور سمندر وفا نه مې وپوښت، چې د دغه نوي پلې کېدونکي لارښود دنده به څه وي؟

((ددغه لارښود لویه دنده دا ده چې په لومړۍ توګه د ادارې ټول کارکوونکي په دې ملزموي، چې خپلو خویندو ته درناوی وکړي او خپل کړه او ویناوې کنټرول کړي.))

شکایتونه

په دغه لارښود کې ویل شوي، چې هېڅ نارینه نه شي کولای داسې څرګندونې وکړي، چې هغه د ښځینه وو لپاره په مستقیم او یا هم په غیر مستقیم ډول ګواښونکې، نامناسبې او یا تېری کوونکې وګڼل شي.

ښاغلي وفا وايي، د ځورونو د اوریدو او څیړلو لپاره یې داسې ځانګړې کمیټه هم جوړ کړې، چې ښځینه کارکوونکې خپل شکایتونو د خپل هویت له خوندي ساتلو سره دغې کمیټې ته د تیلیفون او یا هم د ایمیل له لارې شریکولای شي.

نوموړی وايي، که څوک دغه لارښود مراعت نه کړي، سزا به ورکول کیږي.

د افغانستان په څېرو په یوه دودیزه ټولنه کې د نجونو لپاره دا خورا ګرانه ده، چې خپلې هغه ستونزې، چې ویل یې په ټولنه کې لوی شرم ګڼل کېږي، د شکایتونو کمېټې ته ووايي.

خو له دې سره سره مې په حکومتي ادارو کې داسې بېلګې پيدا کړې، چې د ورپېښو شوو ځورونو په اړه یې خوله خلاصولای شوای:

"شاه دو شمشېره زیارت ته نژدې د ملي اردو عسکر ولاړ وي، یوه ورځ یې وه خبره وکړه چې نام خدا، بله ورځ یې هم بله خبره وکړه، ما هېڅ ونه هېڅ پروا مې یې ونه کړه"

یوه ښځه: ((ځینې وخت مې چې هره ستونزه مخې ته راغلې، له منځه مې وړې ده، مثلاً ما ته ویل شوي، چې امکان لري، چې له ماسره دوست اوسې، ما رد کړه، ویل یې نو چې داسې ده دا خبره به بل چا ته نه کوې، ما ویل سمه ده، خو چې نوره ما ونه ځوروې)).

په ځینو دولتي ادارو کې تر ډېره باور دا دی، چې د ښځینه کارکوونکو ځورول، هغوی ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول ناوړه خبرې کول د مشرانو له خوا کېږي او دا هغه ستونزه ده، چې ښځینه کارکوونکې یې چاته نه شي ویلای.

د افغانستان د کابینې د یوه وزارت دغه کارکوونکې د خپلې یو داسې ملګرې کيسه کوي، چې د خپل امر له خوا د هغه کورته د ورتګ بلنه ورکول شوې وه:

((زما یوه ملګرې له دا ډول حالت سره مخامخ شوې وه، رییس ترې وغوښتل چې کور ته یې ورشي، هغې رد کړه، تر منځ یې ترینګلتیا راغله، نور خلک یې پرې خبر کړل، خبره لویه شوه، خو بدبختانه سړی ملامت نه شو، ټولو نجلۍ ملامته کړه)).

خو ښځینه کارکوونکې نه یوازې، د ادارو په داخل کې له جنسي ځورونو سره مخامخ کېږي، بلکې خپلو دفترونو او ادارو ته پرلاره هم له دغه ډول ځورونو خوندي نه دي.

د ملي اردو عسکر

د پوهنتون یوه استاده، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، دفتر ته پرلاره د امنیتي کسانو له لوري له داسې ځوروونکو خبرو سره مخامخ کیږي، چې د هغې په ټکو ځواب نه شي ورکولاي.

خو هغې یې د حل مظلومه لار موندلې ده:

((شاه دو شمشېره زیارت ته نژدې د ملي اردو عسکر ولاړ وي، یوه ورځ یې وه خبره وکړه چې نام خدا، بله ورځ یې هم بله خبره وکړه، ما هېڅ ونه هېڅ پروا مې یې ونه کړه)).

خو په دفترونو او یا هم له دفترونو بهر د ښځینه کارکوونکو ځورول، خپله د ښځو پر ژوند څومره منفي اغېز پرې باسلی شي؟

د ښځو د حقونو فعاله پلوشه حسن، چې په پوهنتون کې یې له جنسي پلوه د نجونو د ځوورنې په اړه څېړنه هم کړې ، همدغې پوښتنې ته دخپل تحقیق د موندنو پربنسټ ځواب وايي؟

((لومړی اغېز یې دا دی، چې تر ډېره ښوونځیو او پوهنتون ته د نجونو د تګ مخه نیسي، له دېرشو تر پنځوسو فیصدو پورې د دوی په تګ راتګ اغېز کوي)).

اغلې حسن وايي، په افغاني ټولنه کې نارینه د ښځو ځورول د خپل ځان طبیعي حق ګني.

خو اوس پوښتنه دا ده، چې د افغانستان په څېر یوه اسلامي ټولنه کې، چې د ښځو ځورونه په کې د اسلامي لارښوونه خلاف دي، ولې بیا هم دغه ډول کارونه کیږي؟

د کابل پوهنتون استاد شرف الدین عظیمي وايي، په ټولنه کې د ښځو دوړتیا په اړه منفي تصور، د قانون نشتوالی او یا یې نه پلې کېدل، خپله د ښځو ځینې کړنې او جنسي محرومیتونه هغه لاملونه دي، چې د نارینو له خوا د ښځینه کارکونکو د ځورونې سبب ګرځي.

د افغانستان په څېرو په یوه دودیزه ټولنه کې د نجونو لپاره دا خورا ګرانه ده، چې خپلې هغه ستونزې، چې ویل یې په ټولنه کې لوی شرم ګڼل کېږي، د شکایتونو کمېټې ته ووايي.

په دولتي ادارو کې له جنسي پلوه د ښځو د ځورونو د مخنیوي لپاره ښايي د افغانستان د سیمه ییز ارګانونو نوی لارښود تر ډېره هغو کسانو ته چې دغه ډول کارونه کوي، یوه اخلاقي وظیفه وي خو کارپوهان بیا یوازې دغه کافي نه ګڼي.

ښاعلي عظیمي وايي، په دولتي ادراو کې د ښځو د ځورونو دمخنیوي لپاره باید ځانګړې قوانین جوړ شي د پلې کیدو لپاره یې باید جدي اقدامات وشي.

نوموړی دارنګه وايي، چې په افغانستان کې دودیزه ټولنه حاکمه ده او د ښځو لپاره داسې باوري مرجعې نشته، چې خپلې ستونزې ورته ووايي.

ښاغلي عظیمي په دې باور دی، چې دغه ډول ځورونې یوازې په دولتي ادارو کې نه بلکې په نورو ځاینو کې شته، خو ښځینه کار کوونکې یې نه شي په ډاګه کولای.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>