د جیمي ساوېل د جنسي ناوړه چلند تورونه او اغېزې

د بي بي سي انګریزي تلویزون د تفریحي پروګرامونو د پخواني مشهور وړاندې کوونکي جیمي ساوېل له خوا د جنسي تېریو د ادعاوو له امله رامنځته شوې جړه لا هم روانه ده.
تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ
د بي بي سي انګریزي تلویزون د تفریحي پروګرامونو د پخواني مشهور وړاندې کوونکي جیمي ساوېل له خوا د جنسي تېریو د ادعاوو له امله رامنځته شوې جړه لا هم روانه ده او نور کسان هم را وړاندې شوي چې ووايي جیمي ساوېل چې اوس مړ شوی دی له دوی سره جنسي ناوړه چلند کړی و.
ډېری کسان چې اوس یې دعوا کړې وايي ساوېل په تنکۍ ځوانۍ کې پرې تېری کړی وو.
ساویل تېرکال د ۸۴ کالو په عمر ومړ.
نو د ساوېل له خوا د جنسي تېریو یا ناوړه چلند څومره تورنه لګېدلي دي؟
پوليسو د ساويل له خوا د تېريو د ادعاوو رسمي پلټنه د اکټوبر پر ١٩مه پيل کړه.
دوى وايي د بي بي سي پر دغه مړه شوي کارکوونکي د جنسي تېري له شکايتونو وروسته ٤٠٠ جلا پلټنې تر سره کوي. په ټوله کې څه له پاسه دوه سوه داسې کسان چې ښايي زيان ور اوښتى وي، پېژندل شوي دي.
د پوليسو په وينا د ساوېل د تېريو لمن ټول هېواد ته غزېدلې او په تېره بيا په پېغلوټو نجونو پسې ډېر گرځېده. سره له دې چې تورونه ډېر د ښځو په تړاو لگېدلي، دوو سړيو هم خپل غږ پورته کړى چې وايي په هلکتوب کې د ساوايل له خوا جنسي ځورول شوي دي.
دغه ناوړه کارونه په څومره موده کې شوي دي؟
پوليس وايي چې تورونه آن په ١٩٥٩ کال پورې اړه لري او لمن يې آن تر ٢٠٠٦ کاله راغزېدلې ده. په لومړنيو تورونو کې يو د يوې ښځې له خوا لگېدلى چې په ١٩٦٠ مو کلونو کې ١٤ کلنه وه.
عام خلک څه وخت پر دغو ادعاوو خبر شول، کله را برسېره شوې؟
"د بي بي سي لوى مشر جورج اېنتوېسل په دې پېښه کې له يادو شويو مېرمنو څخه بښنه وغوښته. "
د برتانيا يوه ټلويزون د همدې اکټوبر پر درېيمه د ساواېل په اړه لومړى يو پروگرام خپور کړ چې "برسېرول" يا "د ساواېل هابل اړخ" نومېده.
په دې مستند پروگرام کې يو شمېر ښځو خبرې کړي او تور يې لگولى چې ساوېل پرې هغه مهال چې لا دوى نا بالغې وې، جنسي تېرى کړي دي.
تر خپرونې وروسته په څو ورځو کې نورې گڼې ښځې هم راووتې چې ويل يې ساوېل پرې تېرى کړي دى.
خو تر دې وړاندې پر ٢٠٠٧ کال کې د سري سيمه ييزو پوليسو له ساوېل نه پر کوچنيانو د جنسي تېري په اړه چې ويل کېدل په اويايمو کلونو کې پېښ شوى، پوښتنې کړې وې.
دغه دوسيه څارنوالۍ ته استولې شوې وه خو هغې ويلي و چې دومره پياوړي شواهد نشته چې دا موضوع نوره تعقيب کړي.
پر ٢٠٠٨ کال د سسېکس پوليسو ته د ساوېل له خوا په اويايمو کلونو کې د جنسي تېري په اړه عريضه وړاندې شوې وه. خو پوليسو وروسته وويل چې عارض نه غواړي په دې اړه کومه پلټنه کې گډون وکړي.
په خپله بي بي سي هم د "نيوز نايټ" ټلوېزيوني پروگرام له خوا پروسږکال د شپږو اوونيو يوه پلټنه چمتو کړې وه چې په کې دا ادعا چې پوليسو او څارنوالۍ د جريمي ساوېل په اړه د جنسي تېري دوسيې له څېړنې پرته په الماريو کې بندې کړې دي، رسپړل شوې وه. خو دغه پروگرام له خپرېدو څخه راوگرځول شو.
نو بي بي سي اوس څه کوي؟

ډېری کسان چې اوس یې دعوا کړې وايي ساوېل په تنکۍ ځوانۍ کې پرې تېری کړی وو.
د بي بي سي لوى مشر جورج اېنتوېسل په دې پېښه کې له يادو شويو مېرمنو څخه بښنه وغوښته. ده دغه راز د ساوېل پر جنسي رسوايۍ د دوو جلا پلټنود پيل اعلان هم وکړ.
لومړۍ پلټنه به دا څېړي چې ولې بي بي سي د ساوېل په اړه د نيوز نايټ چمتو کړى پروگرام خپور نه کړ. بله به دا څېړي چې آيا په هغو کلونو کې د بي بي سي کورني جوړښت او مقرراتو ساوېل ته دا لار برابره کړې وه چې خپلو تېريو ته دوام ورکړي که څنگه؟
د بي بي سي مشر دغه راز د پلټنو درېيمه بڼه هم په ډاگه کړه چې په بي بي سي کې به له جنسي ځورونو سره تړاو ولري.
له دې سره جوخت د "پوناراما" په نامه د بي بي سي يوه بله ټلوېزيوني خپرونه اوس د ساوېل په اړه د نيوزنايټ د پروسږني پلټونکي پروگرام د نه خپرېدو لاملونه څېړي.
په خپله د نيوزنايت نه خپرېدو ډېرې پوښتنې راپورته کړې دي. د بي بي سي مشران وايي چې دغه پرېکړه د نشراتي تگلارو له مخې شوې وه، خو د نيوزنايټ چمتو کوونکی بله عقيده لري.
د جړې په اوږدو کې د نیوزنایټ مدیر پیټر ريپن د پلټنو پایلو رسېدو پورې د خپلې دندې کوښه شو.












