
د دغې چارې ډيرى قربانيان چينيان، نايجريان او د ختيځې اروپا وگړي دي.
يو نوى رپوټ وايي د هغو خلکو چې برتانيا ته قاچاق کېږي او بيا د جنسي موخو او مزدورۍ او غلامۍ لپاره کارول کېږي شمېر ډېر شوى دى.
د برتانيا د څو حکومتي ادارو له لوري ترسره شوې دغه څېړنه وايي د قاچاق کوونکو منظمې ډلې د انسانانو په غير قانوني قاچاقو کې ښکېلې دي.
د دغې چارې ډيرى قربانيان چينيان، نايجريان او د ختيځې اروپا وگړي دي.
تېرکال ٩٤٦ کسان برتانيا کې د انساني قاچاقو قربانيان وو په داسې حال کې چې ٢٠١٠ کال که بيا دغه شمېر ٧١٢ کسان وو.
د پنجشنبې په گهيځ د لندن په شمال ختيځ کې د پوليسو د عملياتو موخه دا وه چې د انساني قاچاقو د قربانيانو ځاى ځايگۍ معلوم کړي.
د پوليسو هغه ډلگۍ چې دغه دنده يې پرغاړه ده اوونۍ کې دوه ځلي دغه ډول عمليات ترسره کوي.
دا د قانون د پلي کوونکو ځواکونو د هغو هڅو څرگنده نښه ده چې غواړي له دغې ستونزې سره چې سخت کړاوونه رامنځته کوي کلکه مبارزه وکړي.
"تېرکال ٩٤٦ کسان برتانيا کې د انساني قاچاقو قربانيان وو"
د لندن د مېتروپولتين پوليسو يو چارواکى کېوين هېلند وايي ډېرى دغه کسان د څرگندې ناوړه گټې اخېستنې قربانيان دي.
نوى رپوټ وايي دغه ستونزه مخ په پراخېدو ده او د هغه د ارزونې له مخې چين، نايجريا، ويتنام او سلواکيا کې جنايي ډلو په دې برخه کې تر ټولو لوى گواښ رامنځته کړى دى.
د غلامۍ ضد يو ډله وايي د برتانيا حکومت له دې کبله له دغې ستونزې سره په مبارزه کې پاتې راغلې چې لاهم دې ته د کډوالۍ د يوې ستونزې په توگه گوري، نه له انسانو د ناوړه گټه اخېستنې د ېوې مسالې په توگه.
دغه ډله په دې برخه کې د پاليسو پر بدلولو ټينگار کوي.
رپوټ وايي وروستيو کې برتانيا د انسانانو د غړو د خرڅلاو ځينې پېښې هم ليدلې چې په دې کې د يوه قرباني د پختورگو د خرڅولو قضيه هم شامله ده.
د برتانيا د کډوالو وزير وويل د دغې ستونزې هواري د ټولو حکومتي ادارو له لوري د اړينو گامونو د پورته کولو غوښتنه کوي.












