له کوره ایستلو یې اته ساعته وخت ونیو

د عکس سرچینه،
په برتانیا کې د یوې ناروغه او تر ټولو ډېر وزن (۴۰۰ کیلوګرامه) لرونکې برتانوۍ د لېږد چارې اته ساعته وخت واخیست.
۱۹ کلنه برتانوۍ جورجیا دیویس ناروغه شوې وه، ځکه ډاکټرانو روغتون ته بوتله.
له کوره د هغې د رایستلو لپاره ۳۰ کارکوونکي او ژغورونکي ګمارل شوي وو.
روغتون ته د دیویس وړلو پوره اته ساعته وخت واخیست.
یوې ورځپاڼې لیکلي، چې له کوره د هغې د رایستلو لپاره د کور دوه دېوالونه ونړول شول.
په ساوت ویلز کې دغه برتانوۍ ډېر وزن لرونکې نجلۍ د خپل خوب په خونه کې اوسېده.
پولیسو ویلي چې د هغې د خوندي رایستلو او تر روغتونه رسولو لپاره ټول ټال ۱۵ زره ډالر ځانګړي شوي وو.
د ویلو ده چې دیویس له ۲۰۰ ۸ راهیسې برتانیا کې تر ټولو ډېره وزن لرونکې ده.
په ۱۵ کلنۍ کې د هغې وزن ۲۰۰ کیلوګرامه و.
د نوموړې د وزن کمولو ډېرې هڅې شوې، خو کومه نتیجه یې نه ده ورکړې.
ډاکټرانو په هر ځل د لږ خوړو ورته ویلي، خو کور ته له ستنېدا وروسته یې د ډاکټر خبره بابیزه اچولې ده.








