
دغه ادعا په يوه مستند فلم کې شوې چې تېره شپه د برتانيا د آى ټي وي ټلوېزيوني چينل خپور کړ.
بي بي سي وايي پر دې ادعا "بوږنېدلې" چې د موسيقۍ پروگرام يوه جوړوونکي يې- سر جيمي ساوېل په ١٩٧٠ يمو کلونو کې ددې ادارې په ودانيو کې پېغلوټې نجونې جنسي ځورولې دي.
بي بي سي په يوه وينا کې ويلي د پلټنوخپله څانگه يې گومارلې چې له پوليسو سره تماس ونيسي او په هر ډول پلټنو کې د بشپړې مرستې ډاډ ورکړي.
دغه ادعا په يوه مستند فلم کې شوې چې تېره شپه د برتانيا د آى ټي وي ټلوېزيوني چينل خپور کړ.
تر دې وړاندې لندن ته څېرمه د Surrey پوليسو د خپرونو ددغه وړاندې کوونکي خلاف چې اوس مړ شوى، د زبرزنا يوه دوسيه د لندن ښاري پوليسو ته وسپارله.
د Surrey پوليسو په يوه وينا کې ويلي چې : "يوې مېرمنې پر دوشنبه، د اکټوبر پر لومړۍ نېټه د زبززنا د يوې مخکنۍ پېښې خبر ورکړ."
وينا وايي چې دا پېښه په لندن کې شوې او ځکه يې هم دوسيه د لندن ښاري پوليسو ته استول شوې ده.
ښاري پوليسو هم په خپره کړې وينا کې منلې چې د يوه تور موضوع چې ١٩٧٠ يمو کلونو ته په څټ گرځي، ددغه پوليسي ځواک د ځانگړې قطعې له خوا تر پلټنې لاندې ده.
بي بي سي له خپله لوري ويلي چې په بي بي سي کې دننه او يا د بي بي سي د يوه کارکوونکي له خوا، د داسې يوې پېښې احتمال "ډارولې" ده.
بي بي سي وايي چې دا ډول تورونه ژور جنايي څرنگوالى لري چې پوليس به يې وپلټي.












