د پاپ موسیقۍ مشهوره سندرغاړې په جنسي لمسونه تورنه شوه

د پاپ موسیقۍ یوه وتلې لوېديځواله سندرغاړې د خپل يوه پخواني ساتونکي لخوا جنسي تېري ته په لمسونه تورنه شوې ده.
د بریتني سپیرز دغه پخواني ساتونکي ويلي هغې یې په مخ کې ځان بربنډ کړی دی.
خو د آغلې سپيرز د میړه یوه مخکني مدافع وکیل ویلي، چې د دې ګنګوسې ترشا تر ډېره د پيسو خبره کېدای شي، چې ساتونکی فرناندرو فلوریس یې دې ډول څرګندونو ته هڅولی دی.
پر هغې داسې تور هم شته، چې ګني خپل کوچني ماشومان یې د ساتونکي په مخ کې وهلي دبولي دي.
فلوریس د سپيرز پرضد یوه قضايي دعوا راپورته کړې، چې ګني د هغه په مخ کې یې ځان بربنډ کړی دی.
نوموړی ګمان کوي چې د پاپ موسیقۍ دغې وتلې سندرغاړې څو ځلې د هغه په مخ کې ځان بربنډ کړی، او هغه په سپينو سترګو ورته کتل، چې هغې خپل ماشومان د پتلون په کمربند وهل ډوبل او داسې نور ناوړه کړنې یې د هغه په مخ کې ترسره کولې.
خو د آغلې سپيرز د میړه یوه مخکني مدافع وکیل کیفن فیدرلین ویلي چې پر هغې دا ډول لګول شوي تورونه لا نه دي ثابت شوي.
فلوریس غواړي چې د هغه پر وړاندې د سپيرز د بربنډېدا په بدل کې پيسې ترلاسه کړي، او سپيرز څو ځلې هغه ته بلنه ورکړې ده، چې په بربنډ حالت کې د هغې د خوب خونې ته ورشي.








