د ټرمپ زوم "له فلېن نه له بهرنیو دولتونو سره اړیکه نیول غوښتي وو"

کوشنر

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، اوس د ټرمپ د زوم له څرګندونو وروسته داسې پوښتنې راپورته شوې، چې ایا جېرډ کوشنر هم په دې قضیه کې رول درلود که څنګه.

امریکايي رسنۍ وايي، د ټرمپ زوم جېرډ کوشنر د دغه هېواد د ملي امنیت پخواني سلاکار مایکل فلېن ته ویلي وو چې له بهرنیو دولتونو سره اړیکې ونیسي.

د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایکل فلېن منلې چې د امریکا فدرالي پولیسو (ایف بي ای) ته یې دروغ ویلي دي.

اوس د ټرمپ د زوم له څرګندونو وروسته داسې پوښتنې راپورته شوې، چې ایا جېرډ کوشنر هم په دې قضیه کې رول درلود که څنګه.

ښاغلي فلېن منلې چې د روسیې د لاسوهنو د ادعاوو د څېړنو په اړه به همکاري کوي.

نوموړي سپینه ماڼۍ کې له دندې ېیلولو ایله درې اونۍ وروسته له دندې ګوښه کېدو ته اړایستل شو.

ښاغلی فلېن له هغو رسواییو وروسته له دندې لرې کړل شو، چې د ټرمپ د ولسمشرۍ له پیلېدا وړاندې پر روسیې د امریکا د بندیزونو لامل شوې.

سپینې ماڼۍ منلې ده چې یوځل "ناسمې او جعلي خبرې" مطرح شوې دي.

مایکل فلین

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ښاغلی فلېن له هغو رسواییو وروسته له دندېړ شو چې د ټرمپ د ولسمشرۍ له پیلېدا وړاندې پر روسیې د امریکا د بندیزونو لامل شوې.

سپینه ماڼۍ وايي، د ښاغلي فلېن له خوا د دروغو منل او د هغه له خوا رامنځ ته شوی تور یوازې پر همده پورې تړلې خبره ده.

ښاغلي فلېن منلې وه چې د روسیې د لاسوهنو د ادعاوو په اړه څېړنه کې همکاري کوي.

فرانس پرېس ویلي، قاضي له ښاغلي فلېن وپوښتل، ایا غواړي پر خپلې تېروتنې اقرار وکړي، د ده ځواب دا و چې: "هو ښاغلیه"، بیا قاضي وویل: "په تېروتنې ستا اقرار منم. محاکمه به نه ترسره کېږي او ښايي استیناف محکمه وشي."

بیا لږ وروسته، فلېن یوه خبرپاڼه خپره کړه، چې پکې ویل شوي: "نن اعتراف کوم چې زما تېرې کړنې تېروتنه وه، په خدای ایمان لرم، اوس به هرڅه په سمه توګه ترسره کوم".

فلېن د ټرمپ په اداره تر ټولو جګپوړی چارواکی و، چې محاکمې ته وړاندې کړل شو.

ټرمپ او فلېن

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، فلېن د ټرمپ په اداره تر ټولو جګپوړی چارواکی و، چې محاکمې ته وړاندې کړل شو.

سپینې ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "له فلېن پرته په دې چاره کې بل هېچا ته کوم رسمي تور یا په خپلو تېروتنو اقرار کول نه دي متوجه شوي".

په تېره اکتوبر میاشت کې د ټرمپ د ټاکنیز کمپاین مشر پال مانافورټ له اوکراین سره د پټ لاس لرلو په معاملې تورن شوی و.

د مایکل فلېن د بندي کولو غوښتنې هم شوې

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د مایکل فلېن د بندي کولو غوښتنې هم شوې