ټرمپ: مایکل فلين هغه څه کړي، چې 'غیر قانوني نه دي'

د عکس سرچینه، AP
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ملي امنیت برخه کې د خپل مستعفی سلاکار مایکل فلين په اړه ویلي، چې ' هغه ښه سړی دی ' او هغه څه یې چې کړي ' غیر قانوني نه دي. '
نوموړی وايي مایکل فالن هغه څه کړي، چې باید یې کړي وای، خو وايي دغه موضوع یې له مرستیال ولسمشر مایک پینس سره نه ده شریکه کړي، چې وايي دغه د منلو وړ نه ده.
ښاغلی فالن واشنګټن کې د روسیې له سفیر سره له ټیلیفوني خبرو وروسته استعفا کولو ته اړ شو.
فالن د ډونلډ ټرمپ له واکمنۍ مخکې د روسیې سفیر سره پر هغو بندیزونو غږېدلی و، چې د باراک اوباما ولسمشرۍ پر مهال پر روسیې لګول شوي وو.
نوموړي لومړیو کې له دغو خبرو انکار کړی و، خو له هغه وروسته یې استعفا وکړه، چې څارګرو ادارو دغه موضوع افشا کړه.
ښاغلي ټرمپ په سخته لهجه پر امریکايي رسنیو نیوکه وکړه او وايي باید دولتي رازونه رسنیو کې افشا نه شي.
ډونلډ ټرمپ د خپل مستعفي سلاکار په اړه وویل، 'مایکل فلېن هغه څه کړي، چې باید کړي یې وای، خو په خبره یې نوموړي د دغې موضوع په اړه له مرستیال ولسمشر مایک پینس سره مشوره نه ده کړي، چې د ښاغلي ټرمپ په خبره دا د منلو وړ نه ده. '

د عکس سرچینه، EPA
نوموړي دغه راز امریکايي رسنۍ په دوه مخي تورنې کړې او وايي دوی ولې د هېلیري کلینټن د ټاکنیز کمپاین له لوري افشا شوي معلومات خپاره نه کړل.
نوموړي د ویکیلیکس افشا کړل شویو معلوماتو ته په اشارې سره، چې وايي هېلیري کلینټن له برني سنډرز سره د مناظرې پوښتنې وار له مخه تر لاسه کړې وې، وویل:
'' تصور وکړئ! که له مناظرې مخکې ما پوښتنې تر لاسه کړې وای، ټولو رسنیو به ویلي و، چې زه باید برېښنايي تنور ته وغورځول شم. ''











