مکسیکو کې لسګونه زره کسانو د ډونلډ ټرمپ ضد لاریون کړی

د عکس سرچینه، Reuters
مکسیکو کې لسګونه زره کسانو د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کډوالۍ پالیسۍ او له دې هېواد سره پر پوله د دیوال جوړولو پر پلان د اعتراض لپاره لارو کوڅو ته راوتلي دي.
لاریون کوونکي د مکسیکو تر لسو ډېرو ښارونو کې په سپینو جامو کې راوتلي او د مکسیکو بیرغ او د ټرمپ ضد پلاکارډونه یې په لاس کې دي.
د لاریون تنظیموونکي وایي؛ دوی غواړي ټرمپ ته دا پیغام واستوي چې د مکسیکو خلک د هغه پروړاندې یو موټي دي.
دوی همداراز د مکسیکو پر ولسمشر انریک پینانیو هم نیوکه کړې چې د اداري فساد په لمنځه وړلو او د تاوتریخوالو په کمولو کې پاتې راغلی دی.
یوې لاریونوالې ماریا امپارو کاسر وویل؛ د ښاغلي ټرمپ د کډوالۍ پالیسي "ټولې نړۍ ته یو ګواښ دی."
هغې زیاته کړه: "دا باید هېره نشي چې امریکایي ټولنه له کډوالو جوړه ده او لا هم له کډوالو جوړېږي."
ښاغلي ټرمپ امر کړی چې د امریکا په سوېل کې له مکسیکو سره پر پوله دیوال جوړ شي او ټینګار یې کړی چې مکسیکو به ددې دېوال د جوړېدو لګښت امریکا ته ورکړي.
د امریکا ولسمشر ویلي؛ مکزیک به "په بشپړه توګه سل په سلو کې" ددغه دېوال لګښت امریکا ته ورکړي.
ښاغلي ټرمپ ویلي ددغه سرحدي دېوال د جوړېدو چارې په د "څو میاشتو په اوږدو" کې پیل شي.
د مکسیکو ولسمشر دغو خبرو ته په غبرګون کې ویلي چې د مکسیکو دولت به د ټرمپ د دیوال پیسې پرې نه کړي.
امریکا له مکسیکو سره ۲۳۰۰ کیلومتره پوله لري او اټکل شوی چې په اوږدو کې دیوال جوړول به یې ۱۴ میلیارده ډالر لګښت ولري.








