میلیونونو خلکو د ټرمپ ضد مظاهرې وکړې

د عکس سرچینه، EPA
د شنبې په ورځ د امریکا او نړۍ په بېلابېلو ښارونو کې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ میلیونونو مخالفانو مظاهرې وکړې. په څه باندې ۶۰۰ لاریونونو کې تر اټکل ډېرو کسانو ګډون کړی و.
ډونلډ ټرمپ پخپله لومړۍ کاري ورځ کې د سي ای اې دفتر ته ولاړ او هلته یې وویل چې "۱۰۰۰ سلنه" ددغه سازمان ملاتړ کوي.
اټکل کېده چې د امریکا څارګر بنسټونه به د روسیې د مداخلې د ادعا په اړه د ټرمپ ننګونه وکړي.
ښاغلي ټرمپ د شنبې په ورځ پر رسنیو نیوکه وکړه چې ګني د "د لومړې مراسمو ته د راغونډو شویو خلکو د شمېر په اړه یې ناسمې شمېرې ورکړې".
هغه د شنبې ورځې د لاریونونو په اړه څه ونه ویل.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Reuters
اټکل کېده چې واشنګټن کې به نژدې نیم میلیون کسان د ټرمپ په مخالفت کې لاریون وکړي، هغه شمېره، چې د ټرمپ د لوړې مراسمو کې د ګډون کوونکو تر شمېر ډېر و.
واشنګټن کې تر ۶۰۰ ډېر لاریونونه وشول او تل اټکل ډېرو کسانو پکې ګډون وکړ.
د ننني لاریون اصلي موخه د ښځو په اړه د ټرمپ د څرګندونو غندنه وه.
ښاغلي ټرمپ د ښځو په اړه لانجمنې ویناوې کړې وې.
"اکثریت له موږ سره دی"
د شنبې په ورځ لاریونوال واشنګټن کې ټول واټونه ونیول، چې د سینما مشهورو څېرو (سکارلټ یوهانسن، امریکا فررا، شلي جود، ګلوریا سټینم، او مایکل مور) په ګډون ګڼو مشهورو کسانو پکې ویناوې وکړې.

د عکس سرچینه، PA
ګوتنیوونکي امریکايي ممثل مایکل مور واشنګټن کې لاریونیانو ته د وینا پرمهال د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په څېرې کولو سره وویل: "دوی لیکلي چې ټرمپ واک ترلاسه کړ. فکر نه کوم داسې دې وي. قدرت دلته دی. د امریکا اکثریت خلک دلته دي موږ اکثریت یو. "
سپینې ماڼۍ ته د لاریون خوځېدل د خلکو د ډېر ګډون له کبله لغوه شول.
د واشنګټن د پولیسو لنډمهالي مشر پیټء نویشام اسوشېټېډ پرېس ته ویلي، لاریونونو کې د خلکو ګډون دومره ډېر و، چې نور خلک پکې نه ځایېدل.
د امریکا نورو ښارونو کې هم شاوخوا ۳۰۰ لاریونونه وشول.
نیوزیلنډ، لندن، استرالیا او جاپان کې هم هم لاریونونه وشول.
لندن کې د لاریونیانو شمېر د ۸۰ تر ۱۰۰ زرو کسانو اټکل شوی و.

د عکس سرچینه، Getty Images








