واشنګټن او د نړۍ لر او بر کې د ټرمپ خلاف مظاهرې

لاریون

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د امریکا نژدې ۳۰۰ ښارونو کې به دغه ډول لاریونونه تر سره شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خلاف ( واشنګټن کې د ښځو لاریون ) لپاره نژدې ۲۰۰ زره کسان سره ټولیږي او دا نړۍ کې له هغو نږدې ۶۰۰ لاریونونو یو دی، چې تمه کېږي د ولسمشر په توګه به سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ لومړۍ ورځې په مناسبت تر سره کېږي.

د دغې لاریونونو موخه د ښځو حقونو په تړاو د عامه پوهاوي ډېرول دي. لاریونان ګومان کوي، چې د نوي حکومت راتګ سره له خطر سره مخامخ دي.

ډونالډ ټرمپ د ولسمشر په توګه لومړي ګام کې د پخواني ولسمشر د روغتیا اصلاحاتي پروګرام د یوه ځانګړي امر له لارې په نښه کړی.

مظاهره کونکي به له ځايي مهال سره سم ګهیځ ۱۰ بجې د واشنګټن نېشنل مال سیمه کې یو ځای شي او ماښام مهال به لاریون کوي.

مظاهره کونکي تمه کوي، چې دغه لاریون کې به ورسره یو شمېر مشهور هنرمندان هم ګډون وکړي.

په پام کې ده، چې د امریکا له نیویارک نه نیولې بیا تر سیاټل پورې نږدې ۳۰۰ ښارونو کې دغه ډول مظاهرې وشي.

لاریون

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د ټرمپ خلاف د اسیا او اروپا یو شمېر ښارونو کې هم مظاهرې شوې

د واشنګټن مظاهرې مسوولانو یوه اعلامیه کې تور پورې کړی، چې تېرو ټاکنو کې د ښځو سپکاوی شوی او ګواښل شوې دي. د واشنګټن مظاهرې کې به د نوي حکومت پر لومړۍ ورځ سخت پیغام ورکړل شي او نړۍ ته به وویل شي، چې د ښځو حقونه بشري حقونه دي.

مسوولان وايي مظاهره کې به د ټولو، جنسیتونو، رنګونو، توکمونو، عمرونو او کلتورونو اړوند کسان برخه واخلي. چارواکو د مظاهرې پر مهال د ناوړه پېښو مخنیوي لپاره تدبیرونه نیولي. د جمعې پر ورځ واشنګټن کې یو شمېر احتجاج کونکو د دکانونو هندارې ماتې کړې، د نوي ولسمشر او پانګوالي نظام خلاف یې د کرکې څرګندونه وکړه.

هغو مظاهرو کې پولیسو نژدې ۲۰۰ کسان نیولي او د پولیسو شپږ افسران ټپیان شول.

بل لور ته د اسټرالیا، نیوزلنډ او بنکاک په ګډون یو شمېر اسیايي او اروپايي هېوادونو کې د ټرمپ خلاف هم مظاهرې شوې.