د عکسونو البوم: د لوړې مراسمو پرېډ

د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جنورۍ پر ۲مه (د جمعې په ورځ) د امریکا د ۴۵م ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا نوي مرستیال ولسمشر مایک پینس د سترې محکمې د مشر له خوا د مرستیال ولسمشر په توګه واشنګټن کې د کانګرس مخې ته لوړه وکړه. ډونلډ ټرمپ د امریکا د ۴۵م ولسمشر په توګه لوړه وکړه.
ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ولسمشر په توګه له لوړې کولو وروسته له خپلې مېرمنې میلانیا او خپلې لور ټیفاني سره د لوړې مراسمو ته د راغلو خلکو ننداره کوي.
ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډونلډ ټرمپ او ښځه یې میلانیا د لومړې پرمهال پر انجیل لاسونه اېښي، ترڅنګ یې زوی بارون هم ولاړ دی.
ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ټرمپ واشنګټن کې د امریکا کانګرس مخې ته د جمعې په ورځ ولاړ او د امریکا د ۴۵م ولسمشر په توګه یې لوړه وکړه.
ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ټرمپ د وینا پرمهال خپل موټی کړی لاس پورته کړ. دده وینا په میلیونونو کسانو د ټلویزیون او ټولنیزو شبکو له لارې ژوندۍ اورېدله.
ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ولسمشر ټرمپ وویل ''د تشو خبرو وخت خلاص شو، د عمل وخت دی ".
ټرمپ او اوباما

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ولسمشر بارک اوباما (ښۍ خوا ته) له ډونلډ ټرمپ سره په لاس روغبړ کوي. باراک اوباما په سپینه ماڼۍ کې د ډونالډ ټرمپ هرکلی وکړ.
ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ښاغلي ټرمپ وویل دی د عمل سړی اوس د خبرو وخت تېر شوی. ښاغلي ټرمپ پر دې ټینګار وکړ چې د امریکا ګټې دې تر هر څه لومړیتوب ولري.
ټرمپ له لوړې وروسته له خپل زوی اریک ټرمپ سره ستړي ماشي کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ټرمپ له لوړې وروسته له خپل زوی اریک ټرمپ سره ستړي ماشي کوي.
هیلیري کلنټن او بیل کلنټن

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ټرمپ د لوړې مراسمو ته د امریکا پخوانی ولسمشر بیل کلنټن او د هغه مېرمن او تېرو ولسمشریزو ټاکنو ته نومانده هیلیري کلنټن هم ورغلې وه.
په مراسمو کې پخوانی ولسمشر بیل کلنټن (کيڼ لاس ته)، د ډیموکراټانو پخوانۍ نومانده هیلیري کلنټن، او مخکینی ولسمشر جورج ډبلیو بوش د ټرمپ د ولسمشرۍ مراسمو کې حاضر وو.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په مراسمو کې پخوانی ولسمشر بیل کلنټن (کيڼ لاس ته)، د ډیموکراټانو پخوانۍ نومانده هیلیري کلنټن، او مخکینی ولسمشر جورج ډبلیو بوش د ټرمپ د ولسمشرۍ مراسمو کې حاضر وو.