د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار استعفا وکړه

د عکس سرچینه، EPA
د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار مایکل فلین او روسیې ترمنځ پر اړیکو تر نیوکو او فشارونو وروسته، ښاغلي فلین استعفا کړې ده. رپوټونه وايي، نوموړي د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس او نور چارواکي له روسیې سره د اړیکو په اړه ناګاره کړي وو.
دا د ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ میاشت کې جګپوړی امریکایی چارواکی دی چې استعفا کوي.
ښاغلي فلین په استعفالیک کې ویلي، په لنډمهال پړاو کې یې له روسي سفیر سره ګڼې اړیکې نیولې او مرستیال ولسمشر مایک پنس ته یې د دغو خبرو په اړه "نیمګړي معلومات" ورکړي دي.
ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت د سلاکار پوست ته متقاعد جنرال کیت کلاګ نومولی دی. هغه وړاندې د ولسمشرۍ کمپاین پرمهال د ټرمپ سلاکار و.
د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر د دوشنبې په ورځ ویلي وو، ښاغلی ټرمپ له روسیې سره د فلین د اړیکو د ارزولو په درشل کې دی.
وړاندې ډیموکراټې استازې نانسي پلوسي په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، نه شي ویلای چې مایکل فلین به د امریکا پر ګټو د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ګټې لوړې وګڼي.
اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس په یوه ورته رپوټ کې د مایکل فلین د کړنو په اړه د چارواکو له خولې د عدلیې وزارت د اندېښنو په اړه رپوټ ورکړی.

د عکس سرچینه، AP
ښاغلي فلین د دوشنې په ورځ له مرستیال ولسمشر مایک پنس ته ددغو لانجو په اړه بښنه غوښتې وه.
ښاغلي پنس د امریکا له ځینو رسنیو سره په مرکه کې ویلي وو، ښاغلي فلین له روسي سفیر سره د بندیزونو په اړه هېڅ نه وو ویلي. پر همدې مهال ښاغلي فلین ویلي وو، ښايي په دې اړه غږېدلی وي.
ښاغلي فلین داسې مهال استفعا کړې چې ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ګهیځ پخپل ټویټر کې لیکلي وو: "ما مخکې هم داسې ویلي وو. مایکل فلین یو وطنپال دی او زه ۱۰۰۰ په سلو کې د هغه ملاتړ کوم".
پر همدې مهال، د کرملین ویاند دمیتري پکوف د دوشنبې په ورځ وویل، ښاغلی فلین او ښاغلی کیسلیاک د بندیزونو په اړه له یو سره خبرې کړې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images









