د امریکا د بهرنو چارو وزارت لوړپوړو چارواکو استعفا وکړه

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا د نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د واک په لومړۍ اونۍ د دغه هېواد په بهرنیو چارو وزارت کې د مرستیالانو په ګډون لوړپوړو چارواکو ډله ییزه استعفا وړاندې کړه.
د دوی دا ګام به راتلونکی وزیر ریکس ټېلرسن له نور فشار سره مخ کړي چې لا هم د سنا له خوا تایید ته منتظر دی.
په مستعفي ډيپلوماټانو کې اداري مرستیال(معین) پیټرېک کینډي، دوه مرستیال بهرنیو چارو وزیران جایس بار او میشل بونډ او د سفارتونو د دفتر مشر جېنټري سمېت دي.
دغو څلور ډیپلوماټان له ډېرو کلونو راهیسې له بهرنیو چارو وزارت سره د کار تجربه درلوده، پاتې مستعفي چارواکي لږ وخت له دې ادارې سره د کار مخینه لري.
د پخواني بهرنیو چارو وزیر جان کېري د کارکوونکو مشر ډیویډ ویډ له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي: "د چا به په یاد نه وي، چې دومره ډېر شمېر کسانو په یو وخت له بهرنیو چارو وزارت استعفا کړې وي، د دې خلکو تشه ډول به ډېر سخت وي".
دا لوړپوړو چارواکو ته دود خبره ده ده چې د واک په بدلېدلو سره یا ډډې ته کېږي، یا هم په خپلو دندو پاتې کېږي او یا هم په بهرنیو خدمتونو کې نورې دندې ور کول کېږی، خو داسې ښکاري چې ښاغلی ټېلرسن نوې ډله جوړول غواړي.

د عکس سرچینه، Reuters
له بلې خوا کوم مستعفي ډيپلوماټ دا نه دي ویلي، چې د نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له بهرنۍ پالیسۍ سره د تضاد له امله له دندې لاس پر سر شوی دی.
په دوی کې داسې چارواکي وو چې تر ۴۰ کلونو یې دنده اجراه کړې وه او د تقاعد پړاو ته رسېدلي وو.
یو لوړپوړی چارواکی وایي : " ریښتنونی اوسه، هر چېرې چې ځې او کله چې مرستیال یا هم معین یې".
د امریکا د بهرنیو خدمتونو ټولنه چې په بهرنیو چارو وزارت کې د کارکوونکو د حقونو استازي کوي، وایي، د ادارې په بدلون سره تقاعد او بدلون غیر عادي نه دی.
خو په بیانیه کې زیاتوي "داسې ښکاري چې په لنډ وخت کې به ډېرې تبدیلۍ راشي، خو د دغو دندو د ډکولو لپاره به له بهرنیو چارو وزارت بهر کم کسان پیدا شی".
دا اداره هیله منه ده چې نوی بهرنیو چارو وزیر به د خپلې ډلې د لوړپوړو کسانو د پوره کولو لپاره له ستونزو سره مخ نه شي.









