روسي دیپلوماتان د امریکا له خاورې ووتل

روسي دیپلوماتان په یوه روسۍ الوتکه کې له خپلو کورنیو سره له امریکا ووتل

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، روسي دیپلوماتان په یوه روسۍ الوتکه کې له خپلو کورنیو سره له امریکا ووتل

د نوي زیږدیز کال له لومړۍ ورځې سره سم، پنځه دېرش روسي دیپلوماتان له خپلو کورنیو سره د امریکا له خاورې ووتل. دوی د امریکا د ولسمشر بارک اوباما په امر وتلي دي.

دغه دیپلوماتان د امریکا د ولسمشر بارک اوباما له هغه غبرګون وروسته وتلي، چې سپینې ماڼۍ د دیموکرات ګوند او هیلیري کلنټن د برېښنالیکونو هک کولو کې مسکو په لاس لرلو تورن کړ.

د امریکا ولسمشر ویلي؛ د امریکا استخباراتي سازمانونو موندنې ښيي چې روسیه امریکا کې د سږکال نومبر ټاکنو په درشل کې د ډیموکرات ګوند د ایمیلونو هک کولو مسوول دی.

د یکشنبې په ورځ (د جنورۍ لومړۍ/جدي ۱۲) د روسیې د سفارت یوه چارواکي ومنله چې پنځه اویا دیپلوماتان له خپلو کورنیو سره یوځای په یوه روسۍ الوتکه کې د امریکا له خاورې ووتل.

اوباما

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د امریکا ولسمشر ویلي؛ د امریکا استخباراتي سازمانونو موندنې ښيي چې روسیه امریکا کې د سږکال نومبر ټاکنو په درشل کې د ډیموکرات ګوند د ایمیلونو هک کولو مسوول دی.

پر همدې مهال، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي نه غواړي "په یوه نامسؤولانه دیپلوماتیک عمل کې ځان ښکېل کړي"، او غوره ګڼي چې د مسکو او واشنګټن ترمنځ د ترینګلیو اړیکو د رغونې لپاره د ډونلډ ټرمپ تر ولسمشر کېدا پورې صبر وکړي.

د ښاغلي پوتین دا پرېکړه د ښاغلي ټرمپ له خوا ستایل شوې او دا یوه "ډېره هوښیارانه" ارزونه بلل شوې.

ټرمپ په پیل کې د امریکا د امنیتي او څارګرو بنسټونو او سي آی اې په تړاو د رپوټونو په اړه شک ښودلی و. نوموړي د نوي کال د مېلمستیا پرمهال خبریالانو ته وویل، دی پر هغه څه پوهېږي چې "نور خلک ترې بې خبره دي."

ده د خبریالانو دې پوښتنو ته په ځواب کې وویل، دغه معلومات به د روانې اونۍ په سې شنبې یا چارشنبې ورځې خپاره کړي:

"زه پوهېږم چې هک کول څه معنا لري او پوهېږم دا ګرانه ده چې رښتیا هم وپوهېږئ تر شا یې څوک دي."

د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ، چې تر راتلونکو درو اونیو (د جنورۍ تر ۲۰) پورې سپینې ماڼۍ ته ورسېږي، ویلي د پټو رازونو د ساتنې د خوندیتوب لپاره باید پر کمپیوټر باور ونه کړل شي:

"که مهم شی وي، باید په کاغذ لیکل شوي وای؛ ځکه چې هېڅ کمپیوټر خوندي نه دی".

ټرمپ ویلي، د سې شنبې یا چارشنبې په ورځ به خبریالانو ته نوي معلومات ورکړي

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، ټرمپ ویلي، د سې شنبې یا چارشنبې په ورځ به خبریالانو ته نوي معلومات ورکړي
روسیې تر اوسه د امریکايي دیپلوماتانو پروړاندې کوم غبرګون نه دی ښودلی

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، روسیې تر اوسه د امریکايي دیپلوماتانو پروړاندې کوم غبرګون نه دی ښودلی