جان مکېن: د ټرمپ حکومت له ګډوډۍ سره مخ دی

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جان مکېن وايي، ډونلډ ټرمپ بیانیې صادروي، خو کله کله بیا پخپله ترې سر غړوي.

د امریکا جمهوريپال سناتور جان مکېن د جمعې په ورځ په جرمني کې مونیخ امنیت غونډې ته وویل، چې د ډونلډ ټرمپ حکومت له ګډوډۍ سره مخ دی.

نوموړي د اروپا او ناټو په تړاو د ښاغلي ټرمپ حکومت د سیاست په هکله د اروپايي مشرانو د اندېښنو په تړاو دا خبرې وکړې.

جان مکېن د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایکل فلېن د استعفا په یادولو سره وویل، فکر کوم، د فلېن مسلې ډاګیزه کړه چې دا حکومت لا هم له ګډوډۍ سره مخ دی او ډېر کار ته اړتیا لري.

"ولسمشر بیانیې صادروي، په ځینې برخو کې ترې سرغړونه هم کوي، په دې وجه موږ دا زده کړل چې ووینو څه کوي، نه دا چې څه وايي".

د امریکا دفاع وزیر جيمز مېټیس او د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن هم اروپا ته تللي او په خپلو څرګندونو کې یې د اروپا په تړاو د امریکا پر دودیز دریځ په ټینګار کولو سره هڅه وکړه، چې د اروپایانو اندېښنې لرې کړي.

ښاغلي مېټيس په بروکسېل کې د ناټو غونډې او مونیخ کې امنیتي کانفرنس ته وویل، امریکا د روسیې د ځواک ښودنې په څېر ننګونو کې اروپا یواځې نه پرېږدي.

د ټرمپ کورنی جنجال

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په شیکاګو کې د جمعې په ورځ د ټرمپ د پالیسۍ ضد لاریون وشو.

اروپا ته د ډونلډ ټرمپ حکومت د چارواکو سفر په داسې مهال دی، چې نوموړی له روسیې سره د خپلې ډلې د اړیکو له امله په کور کې له جنجال سره مخ دی.

مایکل فلېن له هغه وروسته استعفا ور کړه چې واشنګټن پوسټ ولیکل، ممکن نوموړي په واشنګټن کې د روسیې له سفیر سره د بارک اوباما پر بندیزونو خبرې کړې وي؛ هغه هم په داسې مهال چې ښاغلي اوباما د ولسمشر په توګه پر روسیه د امریکا په ټاکنو کې "د نفوذ او نورو هڅو" له امله بندیزونه لګولي وو.

پر دې سربېره ډېر ډیموکراټان په هغه تماس کې د ښاغلي ټرمپ د رول او په ټول کې له روسیې سره د اړیکو په هکله د پلټنو غوښتنه کوي.

خو د ښاغلي ټرمپ مرستیال مایک پېنس چې مونیخ ته تللی، ټاکلې ده د شنبې په ورځ په دغه امنیت غونډه کې خبرې وکړې او هیله دا ده چې د اروپایانو لپاره ورته پیغام ولري.

د امریکا دفاع وزیر هم د ځینې هېوادونو د مشرانو او له ۷۰ ډېرو دفاع وزیرانو غونډه کې وویل، چې ښاغلی ټرمپ د ناټو ملاتړ کوي.

" ولسمشر ټرمپ واکمن شوی او د ناټو بشپړ ملاتړ یې اعلان کړی دی، هغه له اوسني ستراتیژیک وضعیت سره د ناټو د جوړښت لپاره د دې تړون د باور، وړتیا او مناسبت پر ساتلو پوهېږي".

نوموړي د روسیې ضد خبرې هم وکړې او زیاته یې کړه، چې فکر نه کوي، دا مهال له روسیې سره پوځي همکارۍ ته ور ودانګي.

د اروپایانو اندېښنې

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له ښي اړخه د جرمي دفاع وزیره له امریکايي سیال سره.

په دې ورځو کې د جرمني دفاع وزیرې اورزولا فان در لاین ویلي، چې پیاوړې اروپا د امریکا په ګټه ده او امریکا ته یې ور یاده کړه چې د اروپا یووالي ته باید تاوان ونه رسوي.

"په امریکا کې زموږ ملګري باید ښه وپوهېږي چې خبرې یې د اروپا او ناټو پر یووالي نېغ اغېز لري. ځواکمنه اروپايي ټولنه د امریکا په ګټه ده، همداسې پیاوړې او پرېکنده ناټو هم".

نوموړې په داسې مهال خبرې کولې، چې د امریکا دفاع او د ملي امنیت وزیر هم په غونډه کې ناست و.