د امریکا یوه قاضي د ټرمپ د کډوالۍ فرمان پلي کول درولي

د ټرمپ د فرمان پروړاندې پراخ لاریونونه وشول

د عکس سرچینه، AFP/GETTY

د عکس تشریح، د ټرمپ د فرمان پروړاندې پراخ لاریونونه وشول

د امریکا لاس انجلس کې یوه فدرال قاضي امر کړی چې امریکا ته د اوو هېوادونو وګړو د کډوالۍ د بندیز په اړه د ولسمشر ټرمپ فرمان تطبیقول یې د اوسمهال لپاره درولي دي.

قاضي اندري بیروټ د سې شنبې په ورځ د یوه "بېړني" حکم پربنسټ د ټرمپ د فرمان نه عملي کولو امر کړی دی.

د لاس انجلس ټایمز د رپوټ پربنسټ، د قاضي په امر کې د هغو کسانو دوسیو ته څرګنده اشاره نه ده شوې، چې غواړي امریکا ته سفر وکړي او یا غواړي له کډوالۍ پرته په توریستي وېزو امریکا کې پناه واخلي.

ځینو رسنیو ویلي، تازه حکم شاید ډېر اغېز ونه لري، ځکه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ټرمپ له فرمان لږ وروسته د اوو هېوادونو د وګړو د کډوالۍ او نورې وېزې له ډېرې کمې استثنا پرته بې باوره اعلان کړې.

په ورته وخت کې، قاضي بیروټ پخپل حکم کې لیکلي، چارواکي "د شکایت کوونکو کډوالو د وېزو د بې باوره کولو" حق نه لري.

د لاس انجلیس ټایمز په وینا، ظاهراً ددغه حکم معنا دا کېدای شي چې حکومتي چارواکي به نوره اجازه ونه لري چې امریکا ته د اوو هېوادونو تلونکي کسان له الوتکو راکوز کړي.

د ویډیو تشریح، ټرمپ او مسلمانان

په تېرو څو ورځو کې د اوو هېوادونو ګڼ وګړي امریکا ته له تګه منع کړل شوي دي.

دا حکم په یمن کې د زیږېدلو ۲۸ کسانو د شکایت پربنسټ صادر شوی دی.

دوی د امریکايي وګړو په ډله کې دي، امریکا کې اوسېږي، خو کورنیو یې که څه هم د امریکا وېزې اخیستې دي، خو یمن کې پاتې دي.

که څه هم حکم ددغو ۲۸ کسانو د شکایت پربنسټ شوی، خو هغه کسان هم پکې شامل دي چې د کډوالۍ باوري وېزې لري.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تېرې جمعې په ورځ "د ترهګریزو بریدونو پروړاندې د امریکا د ساتنې" په نامه یو فرمان لاسلیک کړ، چې پربنسټ یې امریکا ته د څلورو میاشتو لپاره د کډوالو ورتګ ممنوع شو او د د ۹۰ ورځو لپاره د اوو هېوادونو (ایران، عراق، لیبیا، سومالیا، سودان، سوریې او یمن) د وګړو پر ورتلو بندیز ولګېد.

په پیل کې ویل شوي وو، چې په دې حکم کې د یادو اوو هېوادونو د ګرین کارټ لرونکي وګړي هم شامل دي، خو وروسته چارواکو ورو ورو خپل دریځ نرم کړ او د یکشنبې په ورځ امنیت شورا وویل، دا فرمان د ګرین کارت لرونکو په حق کې نه تطبیقېږي.

د ټرمپ حکم په کور د ننه او نړیواله کچه له غبرګونونو سره مخامخ شو او د امریکا ته د اوو هېوادونو ګڼ وګړي یې له ستونزو سره مخامخ کړل.

.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د ملګرو ملتونو پنځو ځانګړو رپوټ ورکوونکو هم د ټرمپ دا فرمان د بشري حقونو په اړه د امریکا له ژمنې سره سرغړاوی بللی دی.

په تازه غبرګون کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ددغه فرمان د لغوه کېدو غوښتنه وکړه.

د بریتانیا لومړۍ وزیرې تیرېزا مې هم په تازه څرګندونو کې دا فرمان او وړاندیز "بې اتفاقي اچوونکی او تېروتنه" وبلله.

د ملګرو ملتونو پنځو ځانګړو رپوټ ورکوونکو هم د ټرمپ دا فرمان د بشري حقونو په اړه د امریکا له ژمنې سره سرغړاوی بللی دی.

تر اوسه د امریکا درو ایالتونو کې محکمو ته د ټرمپ د دغه فرمان په اړه رسمي شکایتونه شوي.