"د اوو هېوادونو دوه تابعته وګړي د امریکا ويزه نه شي اخيستی"

په لندن کې د امريکا سفارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د اوو هېوادونو ايران، عراق، ليبیا،سوماليا، سودان، سوريې او يمن له وګړو غوښتي چې د ويزې د ترلاسه کولو لپاره هڅه و نه کړي.
د دغي خبرپاڼې له مخې چې په لندن کې د امريکا سفارت پر ويبپاڼه خپره شوې راغلي هغه کسان چې دوه ګونی تابعيت لري او له دغو هېوادونو څخه دي نه شي کولی د ويزې غوښتنه وکړي او يا هم وخت واخلي.
ښاغلي ټرمپ ' له ترهګریزو بریدونو د امریکا خوندیتوب ' په نامه یو ځانګړی امر لاسلیک کړ، چې له مخې یې د دريو میاشتو لپاره د دغو اوو هېوادونو پر اوسېدونکو امریکا ته د ورتګ بندیز ولګاوه.
په دغه خبرپاڼه کې ټينګار شوی هغه کسان چې له وړاندې يې د ويزې او يا هم د انټرويو لپاره وخت اخيستی سفارت ته لاړ نه شي.
دغه بدلون په داسې حال کې رامنځ ته شوی چې وړاندې د بريتانيا د بهرنيو چارو وزیر ويلي وو که څوک دوه تابعيته ولري او له دغو اووه هېوادونو څخه نه وي امريکا ته د تلو لپاره د ښاغلي ټرمپ فرمان پرې نه عملي کېږي.
د ولسمشر ټرمپ له دغه فرمان وروسته، د امریکا د بېلابېلو ښارونو په هوايي ډګرونو کې د یادو اوو هېوادونو وګړي له ستونزو سره مخ شول چې ځینې یې نیول شوي هم دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د دغو کډوالو او پناه غوښتونکو نیول کېدل د دې لامل شول چې لاريونونه وکړي.
د امريکا د سفارت نوې خبرپاڼه د ډونلډ ټرمپ له فرمان وروسته چې دريو مياشتو لپاره يې د د غو اوو هېوادونو پر وګړو يې بنديز لګولی و خپره کړې ده.
تر دې وړاندې د جرمني په پلازمېنه برلين کې هم د امريکا سفارت دې ته ورته اعلاميه خپره کړې وه.
دا په داسې حال کې ده چې د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير بارېس جانسن په يوه خبرپاڼه کې چې د دغه هېواد په رسمي وېبپاڼه خپره شوې وه ليکلي وو، د ډونلډ ټرمپ په فرمان کې هغه دوه تابعته خلک راځي چې له دغو اوو هېوادونو څخه امريکا ته تګ غواړي.
ښاغلي جانس دغه څرګندونې له امريکايي چارواکو سره تر خبرو وروسته کړې وې.
د بهرنيو چارو وزير په خبرپاڼه کې راغلي وو چې د دغو اوو هېوادونو له وګړو پرته، که بل دوه تابعیته کس غواړي امریکا ته لاړ شي، د ټرمپ فرمان له کبله له هېڅ ډول ستونزې سره نه مخ کېږي او کولی شي خپل سفر پرمخ بوځي.

د عکس سرچینه، Reuters
په دغه خبرپاڼه کې په دې ټينګار شوی وو د هغو کسانو لپاره چې دوه تابعيته لري او يو له دغو دوو هېوادونو امریکا ته سفر کوي نور ترتيبات نيول کېږي.
د کډوالو په اړه د ډونلډ ټرمپ د فرمان پلي کول له ابهاماتو ډک دي او په وروستيو کې د دغه فرمان په اړه امريکايي چارواکو بېلابېلې څرګندونې کړي دي.








