ټرمپ پر اوو هېوادونو امریکا ته د تګ له بندیزه دفاع وکړه

د عکس سرچینه، Getty Images
سربېره پر دې چې د امریکا د متحده ایالتونو پر ولسمشر ډونلډ ټرمپ کلکې نیوکې وشوې، خو بیایې هم له خپل ورکړي فرمانه دفاع کړې چې د اووه هېوادونو پر وګړو یې امریکا ته د تګ بندیز لګولی.
ولسمشر ټرمپ د یکشبنې پر ورځ وویل چې ده مسلمانان نه دي په نښه کړي بلکې "ترهګرۍ " سره د مبارزې او د خپل هېواد د امنیت د ټینګولو لپاره یې دا فرمان ورکړی.
هغه دا یادونه وکړه چې په ۲۰۱۱ کال کې ولسمشر بارک اوباما هم د شپږو میاشتو لپاره د عراقي وګړو پر ویزو بندیز ولګاوه.
د فرمان پر ضد مظاهرې

د عکس سرچینه، Getty Images
هممهاله د کډوالو پر وړاندې د امریکا د ولسمشر د سیاستونو ضد مظاهره کوونکي پر دوهمه ورځ، یکشنبه هم واشنګټن ډي سي کې د سپینې ماڼۍ پر وړاندې او د امریکا ځیني ایالتونو کې سره راټول شول.
دې ته ورته اعتراضونه نیویارک کې د جام اف کېنېډي او وېرجینیا کې د ډالاس هوايي ډګرونو پر وړاندې هم ترسره شول.
دوی د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د فرمان د پلي کېدو پر وړاندې غبرګون ښيي چې د جمعې پر ورځ یې "له ترهګریزو بریدونو د امریکا د ساتنې " په نامه صادر کړ.

د عکس سرچینه، Getty Images
د دې فرمان پر بنسټ د څلورو میاشتو لپاره امریکا ته د کډوالو پر ورتلو او د درې میاشتو لپاره د د اوو هېوادونو د وګړو پر سفر چې مسلمانان پکې ډېری دي، بندیز ولګېد.
ایران، عراق، سوریه، لیبیا، سومالیا، سوډان او یمن هغه اووه هېوادونه دي چې د ټرمپ په فرمان کې یې یادونه شوې.
د ولسمشر له دغه فرمان وروسته، د امریکا د بېلابېلو ښارونو په هوايي ډګرونو کې د یادو اوو هېوادونو وګړي له ستونزو سره مخ شول چې ځینې یې نیول شوي هم دي.


د دغو کډوالو او پناه غوښتونکو نیول کېدل د دې لامل شو چې د امریکا یو شمېر هوايي ډګرونو کې خلک د اعتراض په ډول غونډ شي.
د دې ترڅنګ نیویارک ښار کې یوې فډرالي قاضۍ د ولسمشر ټرمپ د فرمان له مخې د اوو هېوادونو د وګړو د نیولو د لړۍ موقتو درولو امر وکړ. دې کې هغه کسان هم راځي چې یا امریکا ته په قانوني اسناد تللي او یا هم پناه غوښتونکي دي.









