پاکستان: محکمې وسلوال ته درې کاله جومات کې د لمانځه کولو امر کړی

د عکس سرچینه، AFP
د پاکستان یوې محکمې د غیر قانوني وسلې ساتلو په تور یوه سړي ته امر کړی، چې درې کاله به جومات کې د جماعت لمونځ کوي. دغه سړی محمد یوسف نومېږي او ۲۰۱۴ کال کې ورسره غیر قانوني وسله نیول شوې وه.
د کراچۍ محکمې پر وړاندې محمد یوسف منلې چې غیر قانوني وسله یې ساتلې وه.
د ځايي محکمې مشر حلیم احمد خپله پرېکړه کې ویلي محمد یوسف به درې کاله هره ورځ خپل کور ته نژدې جومات کې له جماعت سره یو ځای لمونځ کوي.
پرېکړه کې ویل شوي د جومات ملا امام به هره ورځ په جومات کې د محمد یوسف لمونځ کول تاییدوي او د محکمې یو کارکوونکی به له ملا امام نه هره ورځ د محمدیوسف په اړه معلومات اخلي.
د محکمې حکم کې ویل شوي که درېیو کلونو پورې محمدیوسف هره ورځ له جماعت سره یو ځای لمونځ و نه کړي، د اوو کلونو لپاره به زندان ته استول کېږي او پنځوس زره روپۍ به جریمه کېږي.
له دې مخکې ۲۰۱۵ کال کې پاکستان کې یوه سړي ته له ترافیکي قوانینو د سرغړاوي په جرم سزا ورکړل شوې وه، چې د کراچۍ پر یوه مرکزي سړک به درېږي او پر لوحه به خلکو ته سبق لیکي.
هغه سړی قاسم نومېده او د ترافیکو یو مامور یې په ګاډي وهلی و، خو د جرم له اعتراف وروسته یې سزا بښل شوې وه.








