پاکستان روژې کې د اعدام سزا ځنډولې

د عکس سرچینه،
پاکستاني چارواکو د روژې میاشت کې د اعدام سزا ورکول په موقت ډول ځنډولي دي.
لومړي وزیر نوازشریف چارواکو ته امر کړی، چې د ' یوې میاشتې لپاره د اعدام سزا نه عملي کولو سره د روژې مبارکې میاشتې درناوی وکړی.'
د پاکستان په ډېرو برخو کې د جمعې په ورځ د روژې لومړۍ ورځ وه.
د تېرې دسامبر میاشتې راهیسې پاکستان کې له ۱۷۰ ډېر کسان په دار ځړول شوي دي، چې د بشري حقونو فعالانو له لورې دغه چاره له نیوکو سره مخامخ شوې.
د پنجشنبې په ورځ ښاغلي شریف د یوې میاشتې لپاره د اعدام سزا نه عملي کولو په اړه د کورنیو چارو وزارت او ایالتي حکومتونو ته امر وکړ.
داسې باور کېږي، چې پاکستان کې د نړۍ تر بل هر ځای ډېر کسان د اعدام سزا ته انتظار کوي.
د پاکستان زندانونو کې ۸۲۰۰ کسان د اعدام سزا ته انتظار کوي، چې له دوی نه ډېری یې په زندانونو کې له لسیزې ډېره موده تېره کړې ده.
پېښور کې پر یوه ښوونځي د تېر کال وروستیو کې د طالبانو له یوه خونړي برید وروسته دغه هېواد کې د اعدام پر سزا لګیدلی اووه کلن بندیز مات کړل شو.
د بښنې نړیوال سازمان امنسټي انټرنشنل په وینا دوی 'د اعدامونو یوه اوږده لړۍ ' لیدلې ده.
د روانې اونۍ اوږدو کې لږ تر لږه ۱۵ کسان د پاکستان زندانونو کې په دار ځړول شوي دي، چې ډېری یې د قتل مجرمان پيژندل شوي وو او ډېر کلونه یې په زندانونو کې تېر کړي وو.








