'د کندهار د والي اشپز طالبانو ته معلومات ورکول'

د عکس سرچینه، Reuters
نیویارک ټایمز
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د کندهار د والي پر مېلمستون د برید په اړه یو مطلب خپور کړی، ورځپاڼه زیاتوي دوه افغان چارواکو چې په دې اړه څېړنو کې ښکېل دي او دریم کس چې د څېړنو له بهیر خبر دی دوی ته معلومات ورکړي.
دوی ویلي موندنې ښيي چې برید په کوټه کې د طالبانو د شورا له خوا پلان شوی و.
دغو چارواکو ویلي د برید لپاره طالبانو ته د والي آشپز معلومات ورکړي او له لسو کلونو راهیسې دغه کس د پيسو په بدل کې طالبانو ته معلومات ورکول.
دوی ویلي برید څو میاشتې وړاندې پلان شوی و او هدف یې د کندهار ملکي او پوځي مشرتابه و.
نیویارک ټایمز

د عکس سرچینه، EPA/KANDAHAR GOV OFFICE
د نیویارک ټایمز په دغه راپور کې ویل شوي چې د متحده عربي اماراتواو امریکا سره په ګډه ددغو څېړنو پایله ښيي چې د برید چمتو کوونکو لږ تر لږه دوه ځله له کوټې سره دا خبره شریکه کړې وه چې په دغې خونه چې برید په کې تر سره کیږي د متحده عربي اماراتو دپلوماتان هم ناست دي.
ایکسپرس ټریبیون
پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپرس ټریبیون خپله سرمقاله د پاکستان بهرنیو اړیکو ته ځانګړې کړې، ورځپاڼې له روسیې او چین سره د پاکستان اړیکو او په تېره له پاکستانه د روسي پوځي پلاوي کتنې ته په اشارې سره ویلي چې د پاکستان بهرنۍ کړنلاره کې ځینې اساسي بدلونونه راغلي.
ورځپاڼه زیاتوي دغه بدلونونه په نړۍ کې له وروستیو جیوپولیټیک بدلونونو سره ښه اړخ لګوي.
ډیلې میل

د عکس سرچینه، Getty Images)
بریتانوۍ ورځپاڼې ډیلې میل په افغانستان کې د جګړې په اړه یوه ځانګړې راپور کې لیکلي چې د بریتانیا ولیعهد شهزاده چارلس هڅه کړې وه چې په امریکا کې د سپتمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته پر افغانستان د امریکا يي ځواکونو برید دې د روژې میاشتې لپاره وځنډول شي.
ښاغلي چارلز په لندن کې د امریکې سفیر سره په ټیلیفوني تماس کې غوښتنه کړې وه چې پر فغانستان دې برید په روژه کې نه پیلېږي، ورځپاڼه زیاتوي سفیر له شهزاده چارلز پوښتنه کړې وه چې آیا تاسې په رښتیا همداسې غواړې.
ورځپاڼه زیاتوي دا په هغه کتاب کې راغلي چې سر له نننه به یې دغه ورځپاڼه یوه ، یوه برخه په هر ګڼه کې خپروي.
په راپور کې ویل شوي دغه غوښتنه د وخت د لومړي وزیر ټوني بلیر له خبرولو پرته شوې ده .
ګارډین

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
ګارډین ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي چې د ایرو ویژن سندرو پروګرام چلوونکو چې د ټولې اروپا په سطحه د سندرو ویلو سیالۍ په کې کیږي، اوکرایین ته ګواښ کړی که هغې روسۍ معلولې ته په پروګرام کې د ګډون اجازه ورنکړي نو اوکرایین به له دغه پروګرام وویستل شي. د اوکرایین د ایرو ويژن کوربه دی.
تیره اونۍ اوکرایین وروسته له هغه پر ۲۷ کلنې سامولووا درې کلن بندیز ولګاوه چې کریمیا ته په یوه کانسرت کې د ګډون لپاره په ناقانونه توګه تللې وه. کریمیا په ۲۰۱۵ کال کې روسیې خپله برخه وګرځوله.








